ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اجرستان کې له نادرکه شوو سرتېرو ۳۳ یې د دایکنډي میرامور ولسوالۍ ته تللي

اجرستان کې له نادرکه شوو سرتېرو ۳۳ یې د دایکنډي میرامور ولسوالۍ ته تللي

author avatar
14 Aug 2018 - 16:19
اجرستان کې له نادرکه شوو سرتېرو ۳۳ یې د دایکنډي میرامور ولسوالۍ ته تللي
author avatar
14 Aug 2018 - 16:19

فیروزکوه (پژواک، ۲۳زمری ۹۷): چارواکي وايي چې د کوماندو، اردو او پولیسو ۳۳ امنیتي سرتېري د جګړې د سختوالي له امله او ځان ژغورنې په موخه د غزني له اجرستان ولسوالۍ د دایکنډي میرامور ولسوالۍ ته ځانونه رسولي دي.

د میرامور ولسوال عبدالقادر حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد ۳۳ سرتېري دوه ورځې مخکې دې ولسوالۍ ته ورغلي دي.

د میرامور ولسوال عبدالقادر حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد ۳۳ کسان دوه ورځې مخکې دې ولسوالۍ ته ورغلي چې پنځه کسان یې ټپیان دي او دمګړۍ د دې ولسوالۍ یو روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

نوموړي زیاته کړه: ((د غزني له اجرستان ولسوالۍ څخه دایکنډي ته د ورغلو ځواکونو له جملې څخه ۸ یې د ملي اردو، ۱۶يې کومانډو او پاتې نور یې ملي پولیس دي.))

د هغه په وینا، که وسله وال طالبان د غزني ولایت اجرستان ولسوالۍ له لارې د دایکنډي ولایت په میرامور ولسوالۍ برید وکړي، امنیتي ځواکونه د هغوی ځپلو ته چمتو دي.

د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکي علي مردان له پژواک سره د ټیلېفوني اړيکې په ترڅ کې وویل دا چې طالبانو د اجرستان پر ولسوالۍ تمرکز کړی او تل له لوړ امنیتي تهدید سره مخ ده، نو ځکه کله چې هلته نښته رامنځته شي، د یادې ولسوالۍ چارواکي او امنیتي ځواکونه دایکنډي ته پناه وړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کومانډو ځواکونو د نادرکه کېدو خبر ورکړی و، خو د هېواد ملي دفاع وزیر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځانګړې قطعې د نادرکه شوو سرتېرو په اړه وویل: ((سل کسان نه دي؛ بلکې ۵۰ تنه دي، دا چې د جګړې فشار او شدت زیات و، له پولیسو سره یو ځای یې ګاونډیو ولسوالیو ته شاتګ وکړ او پلان تنظیم شوی چې هغوی له زیان پرته خوندي ځایونو ته ولېږدول شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.