پلخمري (پژواک ٢٣ زمرى ٩٧): د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو د والي پر ضد لاریون کې له مرکزي حکومته د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.
لاریون کونکو د بغلان ولایت پر والي د کاري سستیا تور ولګاوه، خو بغلان ولایت مقام وايي، لاریون کوونکي دولتي ځمکو غصب ته پلمې جوړوي چې د زغملو نه دي.
قومي مشر سید کمال وردګ د زمري په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((والي د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي هېر کړي چې نن یې پرضد لاریون کوي، خلک له والي څخه کار غواړي، والي یې په اړه چوپتیا اختیار کړې او د دغې ولسوالۍ قومي مشرانو مشورو ته هم درناوی نه لري.))
بل لاریون کوونکي روح الله صافي هم پژواک ته وویل: ((څو ځله مو د بغلان ولایت والي سره د مرکزي بغلان ولسوالۍ د کروندګرو ستونزې شریکي کړې، والي یې په اړه هیڅ ونه کړل، د ولسوالۍ غلې بازار (منډي) لپاره مو هم د یو منظم ځای غوښتنه وکړه، دا یې هم هېره کړه، بله لار نه وه، مجبورشو چې پرضد یې لاریون وکړو.))
ده زياته کړه، د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکو د ستونزو هواري د حکومت دنده ده، والي مکلف دی چې د خلکوغوښتنو ته رسېدګي وکړي، خو برعکس له والي غوښتنې کېږي، خو اجراات نشته.
د بغلان والي عبدالحي نعمتي بيا د خلکو د اعتراض په اړه پژواک ته وویل: ((جنجال پر دولتي ځمکې دی، یوه ډله خلک وایي چې منډي دې پر خپل ځای پاتې شي، هغه ډله چې نن یې لاریون کړی، غواړي د منډيي دوکانونه د سپین زر شرکت ځمکو ته ولېږدول شي.))
د هغه په وينا، لاریون کوونکي هغه کسان دي چې غواړي د منډي د لېږد په پلمه دولتي ځمکې غصب کړي، ده د هیڅ دوکاندار مخه نه ده نیولې، چیرته چې غواړي سوداګري کولای شي، خو پر دولتي ځمکو چې ښاروالۍ اجازه ورنه کړي، په خپلسر چاته د دوکان جوړولو اجازه نه شي ورکولای.
ده زياته کړه، د مرکزي بغلان ولسوالۍ له قومي مشرانو سره یې خبرې کړي، ژر ده چې اړونده موضوع حل شي، خو د ځینو ځان غوښتونکو کسانو له خوا د دولتي ځمکو غصب ته پلمې جوړول د زغملو نه دي.
لاریون کوونکو لنډ مهال د بغلان – کندوز لویه لار د ترافیکو پرمخ تړلې وه او د بغلان ولایت د امنیه قومندان په منځګړیتوب یې تر پنجشنې ورځې په دې شرط خلاصه کړه چې والي به د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکو یادو غوښتنو ته رسيدګي کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن