تالقان (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٧): د تخار سلګونو اوسېدونکو د ولسي جرګې د نوماندانو له وروستي لېست څخه د يو کانديد نوم لرې کولو په غبرګون کې د دغه ولايت د ټاکنيزو کمېسيونونو دروازې وتړلې.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دوه ورځې وړاندې د خلکو د شکايتونو پر بنسټ د ٣٥ نوماندانو نومونه له وروستي لېسته لرې کړل چې له امله يې د دغو کانديدانو د پلويانو غوسه را پارېدلې ده.
د تخار سلګونه اوسېدونکي نن په مرکز تالقانو کې د ولسي جرګې د نوماند اسدالله ايوب په ملاتړ را ټول شوي وو.
د دغو اعتراض کوونکو له ډلې محبوب الله پژواک ته وويل چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له اسدالله ايوب سره زياتى کړى دى.
هغه وايي چې د ايوب پلويانو نن په دغه ولايت کې د ټاکنيزو شکايتونو او ټاکنو کمېسيون دروازې وتړلې.
دغه راز بل اعتراض کوونکي محمد شجاع وويل که چېرې د دوى غږ وانه ورېدل شي نو دوى به د ولايت او امنيې قوماندانۍ دروازې هم وتړي.
ده زياته کړه: ((نن مو د کمېسيونونو دروازې وتړلې او مخې ته مو ورته خېمه و وهله زموږ غږ بايد حتمن واورېدل شي، کنه نور حرکتونه هم پيلوو.))
همدارنګه بل اعتراض کوونکي باباخان حيدري وويل چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د اسدالله ايوب تر څنګ له يو شمېر نورو کانديدانو سره سليقوي چلند کړى دى.
ده وويل: ((زموږ غوښتنه له حکومتي چارواکو دا ده چې زموږ غږ واوري، که چېرې دا کار ونه کړي په تخار کې د ټاکنو ترسره کېدو ته اجازه نه ورکوو.))
يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
بل لور ته د تخار د ټاکنو کمېسيون رييس سيد روح الله موسوي له اعتراض کوونکو غوښتنه وکړه چې د ټاکنيزو کمېسيونونو دروازې خلاصې کړي څو دوى وکولاى شي خپلې چارې پر مخ بوځي.
هغه اعتراض کوونکو ته په خطاب کې وويل: ((که تاسو دروازې وتړلې موږ هېڅ هم نه شو کولاى ټول کارونه شاته پاتې کېږي، نو بايد دروازې خلاصې شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن