ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بایسکل ځغلولو د سیالۍ درې غوره لوبغاړي پاکستان ته ځي

د بایسکل ځغلولو د سیالۍ درې غوره لوبغاړي پاکستان ته ځي

author avatar
14 Aug 2018 - 18:44
د بایسکل ځغلولو د سیالۍ درې غوره لوبغاړي پاکستان ته ځي
author avatar
14 Aug 2018 - 18:44

کابل (پژواک، ٢٣ زمری ٩٧): د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په پار ۲۰۰ افغان بایسکل ځغلوونکو په کابل کې ۴۰ کیلو متره لار ووهله او د دغې سیالۍ درې غوره لوبغاړي به سبا د سیمه ییزې سیالۍ د ترسره کولو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

په ۱۸۳۹ کال د افغانستان او انګلستان لومړۍ جګړه، په ۱۸۸۰ کال کې دویمه جګړه او په ۱۹۱۹ مېلادي کال  د انګرېزانو وروستۍ لشکر کشي ترسره شوه، له هغه وروسته د ۱۲۹۸ هـ ش کال د زمري په ۲۸ مه انګرېزان اړ شول چې د افغانستان د خپلواکۍ معاهده لاسلیک کړي.

نن  د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹ مې کالېزې په مناسبت ۲۰۰ لوبغاړو د المپیک کمېټې له خوا په کابل کې د حامد کرزی د نړیوال هوايي ډګر له لارې د دغه ولایت د پغمان ولسوالۍ تر مرکزه د بایسکل ځغلولو سیالي وکړه.  

د بایسکل ځغلولو د فدراسیون رییس محمد حسین حمیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه سیالۍ کې له کابل، بامیان، خوست، میدان وردګو، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، پروان او بغلان ولایتونو څخه ۲۰۰ لوبغاړو ګډون درلود.

د هغه په خبره، د لوبې ګډونوالو په منظم ډول ۳۰ کیلومتره بایسکلونه و ځغلول او له هغه وروسته یې له قرغې څخه د پغمان ولسوالۍ تر طاق ظفر سیمې ۱۰ کیلو متره په چټکۍ سیالي وکړه.

نوموړي وویل، په دغه سیالۍ کې له کابل نه روح الله نظري او فصېح الله لومړی او دویم مقام او مهدي محمدي له بامیانو څخه درېیم مقام ترلاسه کړ.

روح الله نظري چې په دغه سیالۍ کې یې لومړی مقام خپل کړی وویل، اته کاله په دغه برخه کې تمرین کوي او له دې مخکې یې هم په داخلي سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

نوموړي وویل: (( ډېر خوشحاله یم چې په عملي ډول مې د خپلو تکلیفونو پایله ولیده او لومړی مقام مې ترلاسه کړ او هېوادوالو ته ښيم چې ورزشکاران ډېر قدرت لري په دې شرط چې زمینه ورته مساعده شي.))

 فصېح الله چې په دغه سیالۍ کې یې دویم مقام ترلاسه کړی وویل: (( له ډېرو هلو ځلو وروسته وتوانېدم چې دویم مقام ترلاسه کړم او هره ورځ له ۱۵۰ تر ۱۶۰ کیلو متره تمرین کوم.))

د دغې سيالۍ يوه ګډونوال نعمت احمدي وویل، له دغه ورزش سره ډېره مینه لري او له پنځو کلونو ډېر کېږي چې بایسکل ځغلوي.

هغه زیاته کړه، په دا ډول سالیو کې ګډون د خوښۍ د احساس تر څنګ د لوبغاړو تجربې هم زیاتوي.

د افغانستان د بایسکل ځغلولو د فدراسیون د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د یادې سیالۍ درې مخکښ غړي د هېواد د بایسکل ځغلولو د ملي ټېم له پنځو لوبغاړو سره یو ځای سبا پاکستان ته لاړ شي او په هغه هېواد کې د بایسکل ځغلولو په سیمه ییزه سیالۍ کې ګډون وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.