ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا هنرمندان: حکومت هېر کړي یو

د پکتیا هنرمندان: حکومت هېر کړي یو

author avatar
14 Aug 2018 - 12:11
د پکتیا هنرمندان: حکومت هېر کړي یو
author avatar
14 Aug 2018 - 12:11

ګردېز (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٧): پکتيا کې د هنر بېلابېلو برخو فعالان او هنرمندان شکايت کوي چې په دغه ولايت کې هنرمندانو او د هنر ودې ته هېڅ پاملرنه نه کيږي.

د پکتيا ولايت ځينې خطاطان، انځورګر، ميناتوران، او تابلو جوړوونکي چې د ودان افغانستان ګوند ولايتي دفتر له خوا د هنرمندانو ستاينې په يوه پروګرام کې يې د زمري په ٢٣مه خپل اثار او تابلوګانې نندارې ته وړاندې کړي، هنر ته د دولت او مسوولو ادارو پر نه پاملرنه خواشيني دي.

د دوى له ډلې کندهار مشعل له ماشومتوبه د انځورګرۍ مينه وال دى او له تېرو شپاړس کلونو راهيسې خطاطي او انځورګري کوي، خو وايي د کار په برخه کې يې د ملاتړ او تشويق د نه شتون له امله په پخوانۍ مینه کار نه شي کولی.

مشعل پژواک ته وويل چې په پکتيا کې په ياده برخه کې هېڅ کار نه دی شوی او نه يې اوس دولت او نورې ادارې د هنر پراختيا او ودې ته کار کوي.

دی وايي: ((پکتيا کې هنري حالت ډېر خراب دی، له موږ سره هېڅوک همکاري نه کوي. موږ تابلوګانې جوړې کړو، خو زموږ په دفتر او هنري څانګه کې خرابېږي او بازار نه ورته لرو چې هلته يې خلک وګوري او ويې پېري. موږ له دوی څخه نه رنګ غواړو، نه برس غواړو او نه ورنه کاغذ غواړو، فقط موږ دې تشويق کړي.))

دغه راز د ګردېز یو اوسېدونکی بهايي جان چې له تېرو کابو ۲۵ کلونو راهيسې د رسامۍ او ميناتورۍ هنري برخو کې فعال دی، وايي چې په خپل شخصي لګښت يې دې چارې ته دوام ورکړی دی.

هغه وويل چې له هنري لارې لا هم عايد نه شي ترلاسه کولی او د کورنيو ورځنيو اړتياوو پوره کولو لپاره نور کاروبار کوي.

دی وايي: ((پکتيا کې د هنر لپاره هېڅ کار نه دی شوی، زه د کابل له پوهنتونه کادر فارغ شوی یم، زه په خپل شخصي امکاناتو دا کار کوم. حکومت بايد هنرمندان تشويق کړي.))

يوه خطاط طاهر افغان هم ورته شکايت کوي او وايي چې د هنر د هرې برخې فعالان په زياتو ستونزو کې خپل هنري ژوند او هنري چارو ته دوام ورکوي.

افغان وويل: ((لکه څنګه چې د نورو ځايونو او هېوادونو هنرمندان يوه تابلو جوړوي او هغسې يو بازار ورته لري او بيا يې خرڅوي، موږ ته هغسې بازار نه دی جوړ شوی. نندارتونونو او د خلکو لېوال کولو ته کار نه دی شوی؛ همدارنګه چا مو پوښتنه نه ده کړې چې د کار لپاره اسانتياوې راته برابرې کړي.))

دغه راز نثار حبيب، هنر د کلتوري سمون او غنامندۍ مهمه برخه يادوي او ټينګار کوي چې د اصيل افغاني هنر احيا او پراختيا ته بايد زيات کار وشي.

حبيب پژواک ته وويل چې هنر نه يوازې د ټولنې د افرادو عالي ذوق روزي، بلکې د ناسمو ټولنيزو پديدو په حل او له منځه وړو کې هم رول لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.