ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د بهرنيانو په ګډون ٢٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې د بهرنيانو په ګډون ٢٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
14 Aug 2018 - 16:55
ننګرهار کې د بهرنيانو په ګډون ٢٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
14 Aug 2018 - 16:55

جلال اباد (پژواک، ٢٣ زمری ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په يو شمېر ولسواليو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو او مخامخ نښتو پرمهال د بهرنيانو په ګډون ۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږیاڼي د زمري په ٢٣ مه پژواک ته وويل چې تېره ورځ شاوخوا نهه بجې د مومندرې ولسوالۍ مقام مخې ته درېيو وسله والو طالبانو له کرولا ډوله موټر څخه پر يوه پولیس ډزې کړي چې د پولیس په ځوابيه ډزو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، وژل شوي او ټپي وسله وال طالبان د پاکستان د خيبر پښتونخوا اوسېدونکي دي.

هغه زياته کړه، په ياد بريد کې پوليس ته کوم زيان نه دی اوښتی او د وسله والو طالبانو کرولا   موټر او د دوی درې ميله کلاشينکوفونه يې ترلاسه کړي دي.

د والي وياند دغه راز وويل چې د اچين ولسوالۍ باندر خولې سيمه کې د ګډو ځواکونو عملياتو په ترڅ کې څلور داعش وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د ده په وينا، دغه راز تېره ورځ د نازيانو ولسوالۍ مورچل سيمه کې د هوايي بريد په ترڅ کې دوه او په هسکه مېنه کې يو داعش وسله وال وژل شوي دي.

د والي وياند زياتوي، د بټي کوټ ولسوالۍ مربوطاتو کې بيا ولسي پاڅون کوونکو يو وسله وال طالب په داسې حال کې نيولی چې خپله وسله يې سيند ته غورځولې وه او له سيمې څخه د وتلو په حال کې و.

د ولايت مقام له خوا په يوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په غني خېلو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د يو قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، دا عمليات د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.

ولايت مقام وايي، يادو وسله والو طالبانو غوښتل چې د غني خېلو ولسوالۍ پر مقام او د لويې لارې پر پوستو بريدونه وکړي چې د ځانګړو ځواکونو له لوري ورته کمين ونيول شو.

داعش او طالب وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.