کندهار (پژواک، ۲۳ زمری ۹۷): له هغه وروسته چې په کندهار ښار کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ټيته شوې ده، ولایتي اداره پلان لري د اوبو یو بند جوړ کړي.
دغه چیک ډېم د کندهار ښار شمال ته د میانکوه غره په لمن کې د ولایتي ادارې او خصوصي سکتور په مرسته جوړېږي چې د اوبو د زېرمه کولو له پلوه ارزښتناک ګڼل کېږي.
د کندهار والي زلمي ویسا، امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د دغه بند پر جوړولو د ښاروالۍ او یو شمېر سکتوري ادارو له مسوولینو سره خبرې کړي دي.
زلمی ویسا وايي، د اوبو دغه بند کندهار ښار ته تر ټولو نږدې بند دی چې د ورښت پر مهال د ډېرو اوبو زېرمه کولو وړتیا لري او د سېلابونو راوتلو مخنیوی کوي.
هغه د دغه بند جوړېدل ګټور ګام وباله او زیاته یې کړه چې په دې توګه به د ښار په یاده سیمه کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه بېرته راپورته شي.
نوموړي د کندهار له ښاروالۍ، اوبو لګولو، اوبو رسولو، کلیو او پراختیا او کرنې ریاستونو ته دنده وسپارل چې ډېر ژر د کندهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي له مسلکي بورډ سره خبرې وکړې او په ګډه د دغه ډیم د جوړولو څېړنه او سروې وکړي.
ده ټینګار وکړ چې د اوبو د زېرمه کولو د دغه بند د جوړولو کار باید ژر پيل شي؛ ځکه د کندهار ښار اوسېدونکي د اوبو له نشتوالي سره مخ دي او د ستونزې د حل لپاره بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.
والي وویل، دغه چیک ډېم به د ولایت مقام په مشرۍ د امنیې قوماندانۍ، مرستندویه ادارو، خصوصي سکتور او ملي سوداګرو په مرسته جوړ شي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د دغه چیک ډېم پر معیاري جوړېدو ټینګار وکړ.
هغه له خپله اړخه د دغه بند په جوړولو کې د هر راز مرستې ژمنه وکړه او یادونه یې وکړه چې ورته بندونه دې په سپين بولدک او ارغستان ولسوالۍ کې هم جوړ شي چې خلک یې د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
د یادونې ده چې په وروستيو کلونو کې په کندهار کې په منځنۍ کچه تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۵۰ متره او په ځینو سیمو کې تر دې هم ډېره کښته شوې چې له امله يې د ښار په ځينو سيمو کې د څښاک او په ولسواليو کې د کرنې لپاره د اوبو موندل ستونزمن شوي دي.
په کندهار کې تر ځمکې لاندې اوبو کچې د کښته کېدو عمده لامل د ګڼو نورو لاملونو تر څنګ په غير فني توګه د برمو وهل او کم اورښت ګڼل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن