مزار شريف ( پژواک، ۲۳زمری، ۹۷) : په ولسي جرګې د بلخ استازى او د ټاکنو له وروستي لېست څخه د ويستل شوي نوماند اسدالله شريفي او پلويانو يې بلخ کې د مزار – سمنګان لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړله.
نوموړی د هغو احتمالي نوماندانو په ډله کې وو چې ټاکنو کمېسيون له وروستي ليست څخه حذف کړی دی.
شريفي د زمري په ۲۳مه د بلخ ولايت د خلم ولسوالۍ په تاشقرغان ښارګوټي کې خپل لسګونه پلويان د اعتراض په ډول راټول کړي وو.
هغه وويل، چې دی د ارګ او جرائيه رياست د يوې معاملې له مخې له وروستي لېست څخه ويستل شوی دی.
ده په اجرائيه ريس ډاکټر عبدالله عبدالله تور پورې کړ چې د نوماندانو له وروستي لېست څخه د نوموړي د حذفولو چاره د هغه په فرمايش ترسره شوې.
شريفي زياته کړه چې دی په هېڅ ډول ناقانونه کړنو کې لاس نلري.
نوموړي ګواښ وکړ چې د غوښتنو تر منل کېدو پورې به د مزار – سمنګان لاره تړلې وساتي.
اسدالله شريفي په اوسني پارلمان کې هم د بلخ د خلکو استازی دی او نوموړی له دې وړاندې هم د نامسئوله وسله والو په درلودو او د غير قانوني کړنو په ترسره کېدو تورن وو؛ هغه څه چې دی يې ردوي.
د يادونې ده چې په يو شمېر نورو ولايتونو او کابل کې هم يو شمېر تيستل شوي نوماندانو پر اعتراضونو لاس پورې کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن