ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې ۴۴ امنیتي سرتېري وژل شوي

بغلان کې ۴۴ امنیتي سرتېري وژل شوي

author avatar
15 Aug 2018 - 10:16
بغلان کې ۴۴ امنیتي سرتېري وژل شوي
author avatar
15 Aug 2018 - 10:16

پلخمري (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٧): د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله ٤٤ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

بغلان کې يوې امنيتي سرچينې د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ په علاءالدين خېلو سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو او ملي اردو پر پوستو بريدونه کړي دي.

د سرچينې په وينا، جګړې دوه ساعته دوام کړى چې په ترڅ کې یې اته سيمه ييز پوليس او ٣٦ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

سرچينه زياتوي، اوس مهال سیمه کې جګړه نشته او تازه دمي سرتېري سیمې ته د رسېدو په حال کې دي.

دغه راز له سیمې عیني شاهد روح الله صافي پژواک ته وویل: ((بېګاه شپه ناوخته طالبانو د سیمې ییزو پولیسو پر امنیتي پوستې ډله ییز برید وکړ، پوسته یې ونیوه او په کې ۶ تنه یې و وژل.))

ده وویل چې د سیمه ییزو پولیسو له امنيتي پوستې یواځې یو تن په ټپي حالت کې روغ وتلی دى.

د هغه په وينا، طالبانو له دې سيمې د امنيتي ځواکونو دوه هاموې ټانګونه، وسلې او مهمات هم وړي دي.

بل لور ته وسله وسله طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو تېره شپه په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو دوه پوستې نيولې دي.

هغه وايي چې د دې پوستو د نيولو پر مهال ٣١ د ملي اردو سرتېري او سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

ده وويل چې طالبانو له دې پوستو دوه رينجر، دوه ټانګونه، نور وسلې او مهمات له ځان سره وړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې يوه اوونۍ وړاندې هم په همدې ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله ١٦ سرتېري وژل شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.