ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس له خپلې کورنۍ سره بهر ته تللی

سرچینه: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس له خپلې کورنۍ سره بهر ته تللی

author avatar
15 Aug 2018 - 15:55
سرچینه: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس له خپلې کورنۍ سره بهر ته تللی
author avatar
15 Aug 2018 - 15:55

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۹۷): یوه کره سرچینه وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس د ولسي جرګې د لرې شوو ۳۵ کاندیدانو د لېست تر اعلان وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای بهر ته تللی دی.

دغې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس د روان کال د تلې د ۲۶مې ټاکنو لپاره د ولسي جرګې د لرې شوو کاندیدانو د نوملړ تر اعلان وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای له هېواده بهر وتلی دی.

نوموړي په دې اړه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس ولې له خپلې کورني سره یو ځای کوم هېواد ته تللی او څه وخت بېرته راځي، نور جزئیات ورنه کړل.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د شنبې په ورځ (د زمري ۲۰ مه) ۳۵ احتمالي کاندیدان د ولسي جرګې به شرایطو برابر ونه بلل او هغه یې د کاندیدانو له وروستي لېسته لرې کړل.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم یو شمېر لرې شوو کاندیدانو ویلي وو، څو ځلې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ورغلي دي، خو چارواکي له دوی سره خبرو ته نه دي حاضر شوي.

یو شمېر لرې شوي نوماندان ادعا کوي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس له خپلې کورنۍ سره یو ځای د ولسي جرګې د لرې شوو نوماندانو د لېست تر اعلان وروسته بهر ته تښتېدلی او په دې اړه هېڅ کمېشنر ځواب ورکولو ته حاضر نه دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سرچينې د دې ادارې د رییس د تښتېدو په اړه پژواک ته د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه، خو د یاد کمېسیون یوې سرچینې پژواک ته وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس عبدالعزیز اریايي د دغه کمېسیون په نننۍ ناسته کې ګډون نه درلود.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.