د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د بلخ لرې پرتو سيمو اوسېدونکي لومړنيو روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري"

"د بلخ لرې پرتو سيمو اوسېدونکي لومړنيو روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري"

Aug 15, 2018 - 17:21

مزار شريف (پژواک، ۲۴زمری ۹۷): په بلخ کې د يووالي او پراختيا موسسې مسوولين وايي چې د دغه ولايت د زياترو ولسواليو د لرې پرتو سيمو خلک لومړنيو روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.

د يادې موسسې د مدني تعليماتو مسوولې جميلې حسام دغه څرګندونې د زمري په ۲۴مه، مزارشريف ښار کې د ښځو چارو او عامې روغتيا رياستونو د مسوولينو او د خلم، مارمل، بلخ او نهرشاهي ولسواليو د اوسېدونکو په ګډه ناسته کې وکړې.

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل، د بلخ په نږدې ټولو ولسواليو کې يې له خلکو سره د بېلابېلو ناستو پر مهال موندلې، چې لا هم د دغو سيمو خلک لومړنيو روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

ده زياته کړه، د ډېری ولسواليو په لرې پرتو سيمو کې روغتيايي کلينيکونه نشته او خلک لا هم په کليوالي کچه د خپلو ناروغانو درمنله کوي، چې په وينا يې له ګټې زيان ډېر لري.

نوموړې وويل، د يادو څلورو ولسواليو په لرې پرتو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو نشتوالي له امله ډېر زيان مېرمنو ته رسېږي.

د هغې په وينا، د يادې ستونزې د حل په خاطر يې د بلخ ولايت د ښځو چارو او عامې روغتيا رياستونو له مسوولينو سره د يادو ولسواليو د اوسېدونکو د مخامخ ليدو زمينه برابره کړه.

مېرمن حسام زياته کړه: ((په بلخ کې د کليو په کچه له عاجلو ناروغانو سره د لومړنيو مرستو زمينه نه ده برابره، په ډېری ځايونو کې خلک په اسانۍ سره درملو ته لاسرسی نه شي پيدا کولی او همداراز د ډېرو لرې پرتو د خرابو لارو له امله هم دغه ستونزه رامنځته شوې ده.))

په ورته وخت کې د څو ولسواليو اوسېدونکي هم شکايت کوي چې په سيمو کې يې روغتيايي مرکزونه يا کم دي او يا هم بېخي نشته.

د خلم ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله چې په دغه پروګرام کې يې ګډون کړی و، پژواک ته يې وويل، لا يې هم په ولسوالۍ کې د صحي خدماتو نه شتون له امله خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هغه زياته کړه، د خلم ولسوالۍ په لرې پرتو سيمو کې په کافي اندازه روغتيايي مرکزونه نشته، چې د خلکو ستونزې ورسره حل شي.

نوموړي همداراز په دغې ولسوالۍ کې د مسلکي قابله ګانو نه شتون بله جدي ستونزه ياده کړه، چې خلک ورسره مخ دي.

د هغه په خبره، حکومت او په ځانګړي ډول د عامې روغتيا وزارت بايد د لرې پرتو سيمو اوسېدونکو ته د روغتيايي خدماتو په رسولو کې لازم اقدامات وکړي.

د بلخ ولسوالۍ د ښځو شورا د حقوقي مرستو مسووله شريفه صالح بيا وايي، چې د روغتيايي خدماتو تر څنګ يې د سيمې خلک له يو لړ نورو ستونزو څخه هم ځورېږي.

هغې پژواک ته وويل، په سيمه کې يې لا هم داسې کورنۍ شته، چې خپلې مېرمنې د ناروغۍ پر مهال ډاکټر ته نه بيايي او دغه کار ورته يو ډول عيب ښکاري.

نوموړې زياته کړه، د دې تر څنګ روغتيايي مرکزونه هم کم دي، چې له امله يې ډېری وخت ناروغان پر وخت د تداوۍ نه کېدو له امله تلف کېږي.

د بلخ د عامې روغتيا رياست چارواکي بيا په دغه ولايت کې د روغتيايي مرکزونو د کموالي خبره نه تاييدوي.

د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر محب الله پژواک ته وويل، د بلخ ولايت په ټولو ولسواليو کې په کافي اندازه روغتيايي مرکزونه فعال دي.

نوموړي په لرې پرتو سيمو کې په تيت او پراګنده ډول د خلکو د اوسېدو موضوع ته اشارې وويل، چې ستونزه له همدې را پيدا ده.

محب الله دا هم وويل چې په ځينو لرې پرتو سيمو کې د سړکونو د خرابوالي له امله خلک ان خپلو نږدې روغتيايي مرکزونو ته هم مراجعه نه شي کولای.

د ده په وينا، د ټولو ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې مسلکي قابله ګانې استخدام شوي او په دې برخه کې د پام وړ ستونزه نشته.

نوموړی زياتوي، پردې سربېره په ځينو سيمو کې چې نفوس په تيت او پراګنده ډول پروت دی، هلته د نورو مرکزونو د جوړولو ضرورت شته، چې دوی دغه موضوع تعقيب کړې ده.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement