ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل او کندهار کې ګڼو وسله والو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله

زابل او کندهار کې ګڼو وسله والو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله

author avatar
15 Aug 2018 - 16:18
زابل او کندهار کې ګڼو وسله والو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله
author avatar
15 Aug 2018 - 16:18

کندهار- کلات (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٧): په کندهار او زابل ولايتونو کې لسګونو وسله والو او سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي چارواکي وايي چې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د پولیسو پر دوو پوستو د وسله والو طالبانو له خوا په برید کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت يوې باوري امنیتي سرچینې پژواک اژانس ته وویل، برید د وسله والو طالبانو د لیزري قطعې له خوا تېره شپه شوی او د دواړو لورو تر منځ څو ساعته جګړه شوې ده.

دغه سرچینه وايي، په دې جګړه کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۷ ټپیان شوي او دغه راز د پوستې د یوه قوماندان نوراحمد په ګډون ۸ پولیس هم وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

تر اوسه امنیتي چارواکو او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا تېره شپه وسله والو طالبانو د زابل د مرکز کلات ښار اړوند د خوازو په سيمه کې د ملي اردو پر پوستې بريد کړی دى.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې لس سرتېري او يو شمېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د زابل امنیه قوماندان مصطفی مايار که څه د يادې پېښې په اړه څه نه وايي، خو زياتوي چې په تېرو دوو ورځو کې افغان ځواکونو د کابل- کندهار پر لويه لار د زابل ولايت په اوږدو کې تر ٢٠ زيات وسله وال مخالفين وژلي او لاره يې خلاصه کړې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.