ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيما سمر: افغانستان کې په تېرو نهو کلونو کې ٦٤زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

سيما سمر: افغانستان کې په تېرو نهو کلونو کې ٦٤زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Aug 2018 - 16:01
سيما سمر: افغانستان کې په تېرو نهو کلونو کې ٦٤زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
15 Aug 2018 - 16:01

کابل- باميان (پژواک، ۲۴ زمری ۹۷): د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې د تېرو نهو کلونو پر مهال د افغانستان په نا امنيو کې څه باندې ۶۴ زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د ٧٠ سلنه مسووليت يې د وسله والو مخالفينو پر غاړه دى.

دغه څرګندونې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې سيما سمر د زمري په ٢٤مه په کابل کې د"ترهګريزو پېښو د قربانيانو د ياد او درناوي د نړيوالې ورځې" په پار جوړې شوې غونډه کې وکړې.

د ياد کمېسيون د معلوماتو له مخې، تېر کال د ملګرو ملتو سازمان د بشري حقونو څانګې د يوه پرېکړليک په صادرولو سره د اګست ۲۱مه "ترهګريزو پېښو د قربانيانو د ياد او درناوي نړيوالې ورځې" په نوم ونوموله او نن په لومړي ځل په کابل کې د يوې غونډې پر مهال ونمانځل شوه.

د ياد کمېسيون مشرې مېرمن سمر وايي چې له ترهګرۍ سره مبارزه يوې اوږدمهالې ستراتيژۍ ته اړتيا لري.

هغه زياتوي: "يوازې د امنيتي ځواکونو په پياوړي کولو سره ترهګري له منځه نه شو وړلی، اړينه ده چې په دې برخه کې نورې کړنې ترسره شي؛ ځکه ترهګري يوازې په افغانستان پورې محدوده نه ده؛ ترهګري سيمه ييزه او نړيواله ستونزه ده. "

دې زياته کړه، د افغانستان خلک سولې ته اړتيا لري او بايد د سولې په ټولو پروسو کې د ترهګرۍ قربانيان ګډون ولري او نظرونه يې واخيستل شي.

سمر وايي، ياد کمېسيون تېر کال يوه څېړنه ترسره کړه چې په ترڅ کې يې په ۳۳ ولايتونو کې له ۳۱۲۹ کسانو سره په شخصي يا جمعي ډول مرکې شوې وې؛ ۶۲ سلنه يې هغه کسان وو چې يا هم په خپله او يا يې هم کوم خپلوان د ترهګرۍ قرباني شوی و او ۳۸ سلنه يې هغه کسان وو چې يا هم خپله ټپي او يا يې خپلوان ټپيان شوي دي..

د هغې په وينا، په هېواد کې په تېرو نهو کلونو کې څه باندې ۶۴زره کسان په يو ډول نه يو ډول د ترهګريزو پېښو له امله زيانمن شوي چې ۳۶ سلنه يې وژل شوي او ۶۴ سلنه يې ټپيان دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې وويل چې د يادو پېښو نږدې ۷۰ سلنه عاملين د دولت وسله وال مخالفين او لس سلنه يې دولتي او نړيوال ځواکونه دي.

خو طالبانو دغه د ٧٠ سلنې ادعا رد کړې ده.

په نننۍ ناسته کې د حکومت اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم خبرې وکړې او ويې وويل: "موږ ټول مسووليت لرو چې د دې ورځې په تړاو خپله نړيوال پيوستون ولرو."

هغه د غزني او فارياب وروستيو پېښو ته په اشارې وويل: "د هېواد په کچه په دې وروستيو ورځو کې شوې پېښې د ترهګريزو فجايعو ژوروالى ښيي. "

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.