ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي دفاع وزارت: په غزني کې ژوند عادي حالت ته را ګرځېدلی

ملي دفاع وزارت: په غزني کې ژوند عادي حالت ته را ګرځېدلی

author avatar
15 Aug 2018 - 16:50
ملي دفاع وزارت: په غزني کې ژوند عادي حالت ته را ګرځېدلی
author avatar
15 Aug 2018 - 16:50

کابل (پژواک، ٢٤ زمری ٩٧): ملي دفاع وزارت په غزني کې د پنځو امنیتي حوزو د فعالیت د پيل خبر ورکړی او وايي، په دغه ښار کې ژوند عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

طالبانو د جمعې په شپه (د زمري ۱۹مه) له څو لورو پر غزني ښار پراخ بریدونه وکړل او د دغه ښار ځينې سیمې یې ونیولې.

په غزني کې په تېرو پنځو ورځو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه وه چې له امله یې د جګړې دواړه لوري درنه مرګ ژوبله لري.

دوه ورځې مخکې د هېواد لوړپوړو امنیتي چارواکو د غزني ښار په څلورو لورو کې د پراخو تصفیوي عملیاتو د پيل خبر ورکړی و.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې چې نن پژواک ته را رسېدلې ویل شوي، تر اوسه پنځو امنیتي حوزو بېرته فعال پیل کړی او په شپږمه امنیتي حوزه کې تصفیوي عملیات دوام لري.

د خبرنامې په حواله، د هېواد ملي، امنیتي ځواکونه د غزني په شمال او لوېدیځو سیمو په ځانګړې توګه حیدر اباد کې پر چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي، غزني ته اطفايې عمله رسېدلې او په دغه ښار کې د روشن مخابراتي شرکت بېرته فعالیت پیل کړی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند سید غفوراحمد جاوېد د غزني اوسېدونکو ته په اشاره ويلي چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د دوی تر څنګ ولاړ دي او له دوی څخه د دفاع لپاره هېڅ ډول مرسته نه سپموي.

نوموړي په ډاګه کړه چې دښمن له غزني ښاره وتلی او په دغه ښار کې ژوند عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

بلخوا د امنیتي ځواکونو د سختو نظامي عملیاتو تر څنګ د دې جګړې قربانیانو ته  د انساني مرستو لېږد هم پیل شوی دی.

د افغانستان د سرې میاشتې ادارې اعلان کړی چې له نسبي امن څخه په ګټه اخیستو یې د شاوخوا دوه زره کورنیو لپاره غذايي او روغتیایي مرستې لېږلې دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم اعلان کړی چې د غزني په روغتونونو کې یې د شاوخوا ۱۲۰ ټپیانو لپاره لومړنۍ روغتیايي مرستې او درمل لېږلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.