ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار، کندوز او پروان کې هم اعتراض کوونکو د ټاکنو دفترونه تړلي

په ننګرهار، کندوز او پروان کې هم اعتراض کوونکو د ټاکنو دفترونه تړلي

author avatar
15 Aug 2018 - 16:48
په ننګرهار، کندوز او پروان کې هم اعتراض کوونکو د ټاکنو دفترونه تړلي
author avatar
15 Aug 2018 - 16:48

کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٧): د ولسي جرګې د ټاکنو له وروستي نوملړه د ايستل شوو کانديدانو پلويانو په ننګرهار، کندوز او پروان ولايتونو کې هم د ټاکنو د سیمه ییزو دفترونو دروازې تړلې دي.

د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون څو ورځې مخکې د ولسي جرګې د ټاکنو له وروستي نوملړه ٣٥ کسان و ايستل چې له هغه وروسته د ايستل شوو کانديدانو پلويانو په ځینو ولايتونو کې لاريونونه پيل کړي او د کمېسيونونو دروازې يې تړلې دي.

په ننګرهار کې د ټاکنو له وروستي لېسته د يو لرې شوي کانديد پلويانو د هغه د لرې کېدو په غبرګون د ټاکنو د ولايتي دفتر دروازه وتړله او د هغه د لرې کېدو د علت د سپيناوي غوښتنه يې وکړه.

دوی په اعتراضي ډول لومړی د کمېسيون مخې ته ورغلل او هلته يې تر خېمې وهلو وروسته د کمېسيون دروازه هم وتړله.

جاوېد زمان غمشريک چې د ننګرهار د ولايتي شورا غړی و او اوس يې د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته ځان کانديد کړی، د ټاکنو په وروستي لېست کې يې نوم نه دی راغلی.

جاوېد زمان وايي، يوازې د هغې دسيسې له مخې له لېسته ايستل شوی چې نه يې چا ته پيسې ورکړې او نه يې هم د ولسمشرۍ له کوم کانديد سره هوکړه کړې چې راتلونکي کې به ورته کمپاين او پلوي کوي.

هغه زياتوي، که خبره د غصب، قتل او فساد وي، نو يا دې پرې دغه تورونه ثابت شي او زندان ته دې واستول شي او يا دې هم بېرته د ده نوم په لېست کې شامل شي.

جاوېد زمان وويل: ((د مشرقي ولسونه، ځوانان او سپين ږيرې دوی غواړي چې د انتخاباتو د کمېسيون مخه بنده کړي او دغه دی عملاً يې بنده کړې هم ده او که د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ويل شي، نو دوی به د کابل او تورخم لارې هم وتړي او شايد ځيني ځوانان خپلې خولې هم وتړي.))

د نوموړي د پلويانو له ډلې ملک شېرزاد وويل چې له جاوېد زمان سره عقده يي چلند شوی او په قصدي ډول له لېست څخه لرې شوی دی.

هغه ګواښ وکړ، تر هغه وخته چې يا د نوموړي تورونه ثابت نه شي او يا د ټاکنو لېست ته بېرته شامل نه شي، د ټاکنو ولايتي دفتر کارکوونکو ته به د کار کولو اجازه ورنه کړي.

خو په ننګرهار کې د ټاکنو ولايتي کمېسيون مشر ذبيح الله وګړی وايي چې جاوېد زمان د ټاکنو شکايتونو کمېسيون له لېسته ايستلی او دروازه يې پلويانو تړلې ده.

هغه وايي، دوی د راتلونکو ټاکنو لپاره د کارمندانو د جذب پر يوه مهمه پروسه کار کاوه چې نن سهار ورته د جاوېد زمان د پلويانو له لوري د کار اجازه ورنه کړل شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.