ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پکتيا کې ٣١ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده”

“پکتيا کې ٣١ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده”

author avatar
15 Aug 2018 - 13:49
“پکتيا کې ٣١ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده”
author avatar
15 Aug 2018 - 13:49

ګردېز (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٧): د پکتيا امنيتي مسوولين وايي چې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې ١٧ طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د جاني خېلو او څمکنۍ ولسواليو تر منځ په لواړې سيمه کې د ملي اردو او سيمه ييز پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.

د هغه په وينا، د طالبانو دغه بريدونه پر شا تمبول شوي چې په ترڅ کې يې ١٧ طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.

بل لور ته د ٢٠٣ تندر قول اردو هم دغه جګړه تاييدوي او وايي چې امنيتي ځواکونو ته په دې جګړه کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي محمد حسن پژواک ته وويل چې په جګړه کې دوه د ملي اردو سرتېري او يو سيمه ييز پوليس وژل شوي او څلور د ملي اردو سرتېري او دوه سيمه ييز پوليس ټپيان دي.

ده وويل وسله والو يو عام وګړی هم وژلى، يو يې ټپي کړى او دوه مېرمنې هم په کورونو کې د مرميو د لګېدو له امله ټپيانې شوې دي.

د څمکنيو ولسوالۍ امنيه قوماندان سيدالله ظريف وايي چې اوسمهال سيمه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو د لواړې په سيمه کې درې پوستې نيولې دي.

هغه وايي چې د دې پوستو د نيولو پرمهال ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، جاني خېل د پکتيا يوه سرحدي ولسوالي ده چې د امنيتي چارواکو په خبره ډېرى وخت بهرني وسله وال مخالفين د ډيورند له فرضي کرښې را اوړي او د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.