ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې څلور ټنه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

خوست کې څلور ټنه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

author avatar
16 Aug 2018 - 16:02
خوست کې څلور ټنه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول
author avatar
16 Aug 2018 - 16:02

خوست ښار (پژواک، ۲۵ زمری ۹۷): د خوست د عامې رياست چارواکي وايي چې د بې کيفيته، تاريخ تېر درملو او خوراکي توکو پر وړاندې يې خپله مبارزه چټکه کړې ده.

هغوی دا څرګندونې نن (د زمري ۲۵مه) د څلور ټنه بې کيفيته او تاريخ تېر درملو او خوراکي توکو سوځولو پر مهال وکړې.

د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر ګل محمدالدين محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه درمل او خوراکي توکي يې د تېرو دوو مياشتو په موده کې د خوست ښار له بېلابېلو برخو راټول کړي وو.

هغه وايي چې په دې برخه کې يې مبارزه جدي روانه ده او هره ورځ د دوی ټيمونه په ښار او ولسواليو کې ګرځي، څو له هټيو بې کيفيته او تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول کړي او له منځه يوسي.

دی زياتوي: ((دا زموږ لومړی ځل نه دی، مخکې مو هم د رسنيو پر وړاندې ورته عمل تکرار کړی او په راتلونکي کې به هم چا ته اجازه ورنه کړو چې بې کيفيته تاريخ تېر درمل يا خوراکي توکي خرڅ کړي.))

په همدې حال کې د خوست ولايتي شورا غړي جانمير ځاځي پژواک خبري اژانس وويل، کومه مبارزه چې د عامې روغتيا رياست چارواکو په ياده برخه کې پيل کړې ده، بسنه نه کوي.

هغه وايي چې اوس هم د ښار تر څنګ په کليو او ولسواليو کې بې کيفيته او تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي په ازاد ډول خرڅېږي.

ده زیاته کړه چې د عامې روغتيا رياست چارواکي بايد دې برخې خپله پاملرنه زياته کړي.

ديني عالمان او مدني فعالان بيا له هټۍ والو غوښتنه کوي چې د بې کيفيته او تاريخ تېر درملو او خوراکي توکو له خرڅلاوه لاس واخلي.

ديني عالم او د خوست د علماوو شورا مشر مولوي شاه محمد پژواک اژانس ته وويل هغه پيسې چې هغوی يې له دې لارې لاسته راوړي، په مطلق ډول ناروا او حرامې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.