ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نی اداره په غزني کې رسنیو ته د طالبانو ګواښ د بیان ازادۍ خلاف بولي

نی اداره په غزني کې رسنیو ته د طالبانو ګواښ د بیان ازادۍ خلاف بولي

author avatar
16 Aug 2018 - 19:24
نی اداره په غزني کې رسنیو ته د طالبانو ګواښ د بیان ازادۍ خلاف بولي
author avatar
16 Aug 2018 - 19:24

کابل (پژواک، ٢٥ زمری ٩٧): د نی اداره په غزني کې رسنیو ته د طالبانو ګواښ د بیان ازادۍ د ارزښتونو، اسلام او د هېواد د نافذه قوانينو خلاف ګڼي.

طالبانو د جمعې په شپه (زمري ۱۹ مه) له څو لوریو پر غزني پراخ بریدونه پيل کړل او د دغه ښار ځينې برخې یې ونیولې. په غزني کې پنځه ورځې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه وه او دواړو لوریو ته په کې درنه مرګ ژوبله واوښته.

خو له تېرې ورځې راهیسې له غزني څخه خپاره شوي راپورونه ښيي چې د دغه ښار امنیتي وضعت پر ښه کېدو دی او د دولتي ځواکونو د چاڼيزو عملیاتو په پايله کې د ښار ډېری برخې د دولت تر کنټرول لاندې راغلې دي.

د نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادراې مسوولینو په کابل کې  د یوې خبري ناستې پر مهال له حکومت او د رسنیو له نړیوالو ملاتړ کوونکو بنسټونو وغوښتل چې په دغه ولایت کې ژر تر ژره رسنیو ته د کار زمینه برابره کړي.

د نی ادارې اجرايیوي رییس عبدالمجیب خلوتګر نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، همدا اوس په غزني کې د بیان ازادي په تمامه معنا درول شوې ده.

د هغه په خبره، په غزني کې د رسنیو وضعیت ډېر د اندېښې وړ دی ځکه طالبانو په دغه ولایت کې رسنیو ته ګواښ کړی چې له دې وروسته نه شي کولای په غزني کې فعالیت وکړي.

خلوتګر زیاته کړه: ((په غزني کې ۹ راډیوګانې، ۲ تلوېزیونونه او ۲ چاپي رسنیو فعالیت درلود چې د طالبانو د جدي ګواښ په صورت کې نور هېڅ فعالیت نه لري.))

د خلوتګر د خبرو په اساس، طالبانو په دغه ولایت کې د غزنویان راډیو تلوېزیون سربېره نورو رسنیو ته ګواښ کړی چې نور په غزني ولایت کې د فعالیت حق نه لري.

هغه د خپلو خبرو په دوام کې وویل: ((د طالبانو دا ګواښ د بيان ازادۍ له ارزښتونو، اسلام او د هېواد د قوانینو خلاف دی چې په دغه ولایت کې یې اطلاعاتو ته د لاس رسي حق اخیستی دی.))

د نی اجرايیه رییس له حکومت څخه غواړي چې په غزني کې دې داسې زمینه برابره کړي چې په دغه ولایت کې رسنۍ د دویم ځل لپاره خپلو فعالیوتونو ته دوام ورکړي.

دغه راز خلوتګر د اسلامي هېوادونو له چارواکو وغوښتل ترڅو له غزني سره چې د اسلامي تمدن پلازمېنه ده د رسنیو د فعالیت په برخه کې مرسته وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.