ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ګوزڼ بله پېښه ثبت شوې ده

په کندهار کې د ګوزڼ بله پېښه ثبت شوې ده

author avatar
16 Aug 2018 - 12:18
په کندهار کې د ګوزڼ بله پېښه ثبت شوې ده
author avatar
16 Aug 2018 - 12:18

کندهار (پژواک، ۲۵ زمری ۹۷): په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو بله مثبته پېښه ثبت شوې او له دې سره په روان کال کې د دغه ولایت په کچه د پولیسو د مثبتو پېښو شمېر ۶ ته ورسېد.

دغه پېښه داسې مهال ثبتېږي چې د کندهار پنځه ولسوالۍ د پولیو واکسین د کمپاین له پوښښه پاتې دي او د دغو ولسوالیو تر ۱۰۰زرو ډېرو ماشومانو ته واکسین نه رسېږي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت مسوول ډاکتر عبدالشکور نصرت پژواک خبري اژانس ته وویل، د پولیو نوې بېښه په ارغنداب ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

هغه زیاتوي، په پولیو اخته د یوولسو میاشتو عمر لرونکې نجلۍ ده چې کورنۍ یې د واکسین مخالفت کاوه.

دی وايي، له دې پېښې سره په روان کال کې د کندهار په کچه د پولیو مثبې پېښې شپږو او د سوېلي زون په کچه اوو ته ورسېدې.

د ده په خبره، تر دې مخکې د سوېلي زون په کچه د پولیو شپږ پېښې ثبت شوې چې پنځه یې په کندهار (درې په شاولیکوټ، یوه په خاکرېز او یوه په سپین بولدک) او یوه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې وې.

نصرت وویل، د کندهار په چاپېریال کې د پولیو فعال وایرس موجود دی چې له یوه ځایه بل ته لېږدي او د دې ناروغۍ خطر یې ډېر کړی دی.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د پولیو د پېښو د ډېروالي بل لامل د واکسین له کمپاینه د پنځو ولسوالیو پاتې کېدل دي.

نصرت زیاته کړه، شاولیکوټ، خاکرېز، غورک، میانشین او معروف هغه ولسوالۍ دي چې د بېلابېلو ستونزو له امله په کې د پولیو واکسین نه ترسره کېږي.

دی وايي، په یادو ولسوالیو کې وسله وال طالبان د پولیو واکسین پر وړاندې خنډونه جوړوي.

هغه زیاته کړه، وسله وال طالبان غوښتنه کوي چې په دغو ولسوالیو کې دې د پولیو واکسین جومات په جومات ترسره شي خو د دوی پالیسي دا ده چې د واکسین کمپاین باید کور په کور ترسره شي.

د ده په خبره، په ډېرو سیمو کې چې ان کور په کور د واکسیناسیون پروګرام پلی کېږي نو هم ماشومان له واکسین څخه پاتې کېږي، که جومات په جومات ترسره شي نو ډېر شمېر ماشومان به له واکسینه بې برخې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.