ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل: د نوم لرې کېدو لامل تر معلومېدو پورې به مدني حرکتونو ته دوام ورکړم

امرخېل: د نوم لرې کېدو لامل تر معلومېدو پورې به مدني حرکتونو ته دوام ورکړم

author avatar
16 Aug 2018 - 16:56
امرخېل: د نوم لرې کېدو لامل تر معلومېدو پورې به مدني حرکتونو ته دوام ورکړم
author avatar
16 Aug 2018 - 16:56

 

کابل (پژواک، ٢٥ زمری ۹۷): د ولسي جرګې د نوماندانو له لېسته لرې شوي نوماند ضیاالحق امرخېل د دې تر څنګ چې د خپل نوم لرې کول یې سلیقوي وبلل، وویل، تر هغه چې په اړه یې عدالت ونه شي، عدالت غوښتنې ته به دوام ورکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د شنبې په ورځ (د زمري ۲۰ مه) ولسي جرګې ته احتمالي  ۳۵ کاندیدان پر شرایطو برابر نه دي بللي او د هغو نومونه یې د یادې جرګې له وروستي لېسته لرې کړي دي.

د ضیاالحق امرخېل سلګونه پلویانو نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د عدالت پلي کېدو او د ولسي جرګې له وروستي لېسته د امرخېل د نوم لرې کېدو د لامل غوښتنه وکړه.

د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا پخواني رییس او د ضیاالحق امرخېل تر مشرۍ لاندې د ملي ثبات بنسټ د رهبرۍ غړي غلام حضرت جانان د غونډې په لومړیو کې وویل: ((موږ نه غواړو چې بحران رامنځته شي، له حکومت نه مو هیله دا ده چې مجبور مو نه کړي، له دې پرته به موږ (د ملي ثبات بنسټ) حکومت تحریم کړو.))

نوموړي د ولسي جرګې له وروستي نوملړه د امرخېل د نوم لرې کول سلیقوي، د ارګ او سپېدار ماڼۍ امر ګڼي او وايي: ((تر هغو چې د امرخېل د نوم لرې کولو لامل څرګند نه شي او د هغه په اړه عدالت ونه شي، سوله ییزو مدني حرکتونو ته دوام ورکوو.))

د کابل پوهنتون استاد او د نننۍ غونډې ګډونوال محمد اسمعیل یون وویل: ((امرخېل د څلور کاله مخکې ولسمشریزو ټاکنو قرباني شوی، امرخېل د اجرائیه ریاست د امر پر اساس له لېست څخه لرې شوی دی.))

نوموړي د هېواد له قضایه قوې وغوښتل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په مقابل کې زموږ د شکایت ثبتولو ته زمینه برابره کړي؛ ځکه دغه کمېسیون تر دې مهاله د امرخېل د نوم لرې کولو دلایل نه دي څرګند کړي.

د ملي ثبات بنسټ رییس او له لېسته لرې شوی نوماند غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، د عدالت نه شتون په هېواد کې د بې ثباتۍ او نا امنۍ لامل دی.

نوموړي پر غزني د وسله والو طالبانو د برید، په دشت برچي کې د موعود پر تعلیمي مرکز ځانمرګي برید او د کابل پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د ترهګرو برید ته په اشارې وویل: ((تر هغو چې عدالت تطبیق نه شي، موږ باید په هېواد کې د امنیت راتلو ته هیله من نه شو.))

دغه راز امرخېل ادعا وکړه چې نوم یې په ارګ کې د دوو څېرو او اجرائیه ریاست په امر له وروستي لېسته لرې شوی دی.

د نوموړي په خبره، د نوم لرې کېدو تر خبر وروسته شاوخوا پنځه ساعته د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون په مخ کې ولاړ و؛ خو هېچا په دې وخت کې د هغه د نوم لرې کېدو لامل ورسره شریک نه کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.