کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٧): د ملي امنيت سلاکار د کابل پرونى ځانمرګى بريد غندلى او د دغه برید د هر اړخېزې څېړنې سپارښتنه یې کړې ده.
پرون له غرمې وروسته د کابل ښار د ١٨مې امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي په سيمه کې پر يوه ښونيز مرکز ځانمرګى بريد وشو.
د عامې روغتيا وزارت پرون په دې پېښه کې د ٤٨ کسانو د وژل کېدو او ٦٧ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړى و، خو د دغه وزارت وياند ډاکتر وحيد مجروح وايي چې دوی د پروني برید د مرګ ژوبلې په ارقامو کې تېروتنه کړې ده.
هغه د زمري په ٢٥مه پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې ٣٥ کسان وژل شوي او ٥٧ نور ټپيان دي.
بلخوا د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر دغه بريد غندلى او د پلټنو او څېړنو امر يې کړى دى.
د ملي امنيت شورا له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ترهګرو په خپلو بريدونو سره دا ثابته کړه چې دوی د اسلام د مبين دين د ټولو لارښوونو په خلاف د علم او پوهې مخه نيسي څو خپلو شومو او غير انساني اهدافو ته ورسېږي.
ده زياته کړې: ((زه د ترهګرو دغه ستر وحشيانه جنايت او غير اسلامي عمل پر کلکه غندم، زموږ ستر ملت به پر ملکي وګړو د دې ډول وحشيانه بريدونو عاملان هېڅکله ونه بښي.))
هغه وايي، اړوندو ارګانونو ته هدايت شوی چې د پېښې د هر اړخيزې څيړنې تر څنګ ټپيانو ته بېړنۍ رسېدنه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن