ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان سوداګرو ٢٦٠٠ ټنه توکي د هوايي دهلېز له لارې بهر ته لېږل شوي

د افغان سوداګرو ٢٦٠٠ ټنه توکي د هوايي دهلېز له لارې بهر ته لېږل شوي

author avatar
16 Aug 2018 - 18:45
د افغان سوداګرو ٢٦٠٠ ټنه توکي د هوايي دهلېز له لارې بهر ته لېږل شوي
author avatar
16 Aug 2018 - 18:45

کابل(پژواک،۲۵زمری۹۷): تر اوسه د هوايي دهلېز له لارې د افغان سوداګرو ٢٦٠٠ ټنه سوداګريز توکي بهرنیو هېوادو ته انتقال شوي دي.

په مالي او بانکي چارو کې د جمهوري ریاست د مشاوریت د فتر مسوول سیمر رسا په خبري ناسته کې وویل، د هوايي دهلېز پروګرام له پيله تر اوسه د افغان سوداګرو ٢٦٠٠ ټنه توکي هندوستان، ترکیې، قزاقستان او سعودي عربستان ته انتقال شوي دي.

هغه وايي، دغه اندازه توکي د حامد کرزي او کندهار هوايي ډګرونو څخه په ۱۴۹ پروازونو کې انتقال شوي دي.

رسا زیاته کړه، په انتقال شوو توکو کې وچه او تازه مېوه، لاسي صنایع، غالۍ، او نباتات شامل دي، دغو توکو ۶۰ ميلیون ډالره ارزښت درلود چې سوداګرو په کې ښه ګټه تر لاسه کړې.

هغه وويل، ټاکل شوې ده چې هوايي دهلېز پراخه شي او په نږدې راتلونکې کې د هوايي دهلېز له لارې اروپايي ښارونو او دبۍ ته د افغان سوداګرو د توکو د لېږد پروګرام پیل شي.

هغه د خپلو خبرو په دوام کې وویل، دغه هوايي دهليز د افغان سوداګرو په غوښتنه رامنځته شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هوايي دهلېز له لارې لومړى ځل د سوداګریز مالونو لېږد  تېر کال د جون په میاشت کې هند ته پیل شوی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.