ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب د شېرین تګاب ولسوال ووژل شو

د فارياب د شېرین تګاب ولسوال ووژل شو

author avatar
16 Aug 2018 - 19:16
د فارياب د شېرین تګاب ولسوال ووژل شو
author avatar
16 Aug 2018 - 19:16

ميمنه (پژواک، ۲۵زمری ٩٧): د فاریاب سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت د شېرین تګاب ولسوال له درېیو نور کسانو سره یو ځای طالبانو وژلی دی.

د اندخوی ولسوال سلطان سنجر پژواک خبري اژانس ته وویل، د شېرین تګاب ولسوال خواجه سراج الدین نن مازیګر د دولت اباد ـ اندخوی پر لویه لار له درېیو نورو کسانو سره یو ځای د طالبانو له لوري پر ډزو ویشتل شوی او هایلکس موټر یې طالبانو له ځان سره وړی دی.

هغه زیاته کړه، سیمې ته د جسدونو د انتقال لپاره سپین ږیري تللي دي.

یوې باوري امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د شېرین تګاب ولسوال، د هغه یو زوی، خوريی او موټر چلوونکى  یې اندوخوی ولسوالۍ ته روان و چې طالبانو درولي او پر ډزو یې ويشتلي دي.

د اندخوی اوسېدونکي او قومي مخور سيد اسلم د دغه خبر په تاییدسره پژواک ته وویل، سپین ږیري د وژل شوو کسانو د جسدونو د انتقال لپاره سیمې ته تللي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.