جلال اباد (پژواک، ٢٥ زمری ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د يو کم عمره ځانمرګي بريدګر په ګډون يې دغه ولايت کې د داعش ډلې د ځانمرګو بريدونو د تنظيم يوه شبکه نيولې ده.
د چارواکو په وينا، ياده شبکه جلال اباد ښار کې ونيول شوه چې ورسره د ځانمرګو بريدګرو د چاودېدونکو توکو يو ډک واسکټ هم نيول شوی دی.
چارواکي دغه راز وایي، يادو بريدګرو د اختر په ورځو او د هېواد د خپلواکۍ په ورځ جلال اباد ښار کې د بريدونو پلان درلود چې موخې ته تر رسېدو وړاندې ونیول شول.
د ننګرهار والي حيات الله حيات د دغه ولايت د ملي امنيت رياست کې د يو رسنيز کنفرانس پرمهال وويل، چې د ملي امنيت کارکوونکو د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند قصبې سيمه کې د داعش ډلې د ځانمرګو بريدونو يوه شبکه کشف کړه.
هغه زياته کړه، ياده شبکه پرون د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو د عملياتو پرمهال ونيول شوه، چې په ډله کې يې ځانمرګي بريد ته چمتو شوی يو کم عمره ځوان هم شامل دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، يادې شبکې په جلال اباد ښار کې د اختر او د خپلواکۍ ورځو کې د ځانمرګو بريدونو پلان درلود؛ خو موخې ته تر رسېدو وړاندې ټوله شبکه ونيوله شوه.
د والي د معلوماتو په اساس،په نيول شويو کسانو کې د بشير الله په نوم ځانمرګي بريد ته چمتو شوی کم عمره ځوان، د اميد په نوم ريکشا چلوونکی چې ځانمرګي بريدګر يې د ښار له يوې سيمې بلې ته وړل، د خليل او حکمت په نومونو له ولسواليو ښار ته د ځانمرګو بريدګرو او چاودېدونکو توکو د انتقال مسوولين او په خپل کور کې د ځانمرګو ساتونکي درې تنه هم شامل دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت چې ياد کنفرانس ته ورغلی و، د ملي امنيتي ځواکونو د دغه اقدام ستاينه وکړه؛ خو په ورته وخت کې يې د ورته نورو عملياتو غوښتنه هم وکړه.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن