د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې ۱۳ طالبان او څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي

هلمند کې ۱۳ طالبان او څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي

Aug 16, 2018 - 16:31

لښکرګاه (پژواک، ۲۵ زمری ۹۷): هلمند کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبار او د ماين په چاودنه کې څلور د ملي اردو سرتېري او ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو يوې سرچينې د زمري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د ګرشک ولسوالۍ د سربند په سيمه کې د ملي اردو پر سرتېرو د ماين چاودنه وشوه.

هغه وايي چې په دې چاودونه کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د لومړۍ لوا د درېيم کنډک د قوماندان ډګرمن شېرشاه په ګډون څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

ده وويل چې په ياده سيمه کې د امنيتي ځواکونو له لوري د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات روان دي.

دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک ياده چاودنه تاييد کړه خو د وژل شوي قوماندان په اړه يې ناخبري وښوده.

ځواک دا هم وويل چې نن له غرمې مخکې د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجير سيمه کې بهرنيو ځواکونو پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ١٣ طالبان وژل شوي او وسلې او مهمات يې له منځه تللي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د ګرشک ولسوالۍ د ٦١١ سړک درې ساتونکي له يو ټانګ او لس ميله وسلو سره دوى ته ورغلي دي.

په دې اړه د پوليسو يوې سرچينې پژواک ته وويل چې په ياده سيمه کې پوليس په پوسته کې نشته او هاموې ټانګ هم ترې بيول شوى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement