د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د ګوزڼ بله پېښه ثبت شوې ده

په کندهار کې د ګوزڼ بله پېښه ثبت شوې ده

Aug 16, 2018 - 12:18

کندهار (پژواک، ۲۵ زمری ۹۷): په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو بله مثبته پېښه ثبت شوې او له دې سره په روان کال کې د دغه ولایت په کچه د پولیسو د مثبتو پېښو شمېر ۶ ته ورسېد.

دغه پېښه داسې مهال ثبتېږي چې د کندهار پنځه ولسوالۍ د پولیو واکسین د کمپاین له پوښښه پاتې دي او د دغو ولسوالیو تر ۱۰۰زرو ډېرو ماشومانو ته واکسین نه رسېږي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت مسوول ډاکتر عبدالشکور نصرت پژواک خبري اژانس ته وویل، د پولیو نوې بېښه په ارغنداب ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

هغه زیاتوي، په پولیو اخته د یوولسو میاشتو عمر لرونکې نجلۍ ده چې کورنۍ یې د واکسین مخالفت کاوه.

دی وايي، له دې پېښې سره په روان کال کې د کندهار په کچه د پولیو مثبې پېښې شپږو او د سوېلي زون په کچه اوو ته ورسېدې.

د ده په خبره، تر دې مخکې د سوېلي زون په کچه د پولیو شپږ پېښې ثبت شوې چې پنځه یې په کندهار (درې په شاولیکوټ، یوه په خاکرېز او یوه په سپین بولدک) او یوه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې وې.

نصرت وویل، د کندهار په چاپېریال کې د پولیو فعال وایرس موجود دی چې له یوه ځایه بل ته لېږدي او د دې ناروغۍ خطر یې ډېر کړی دی.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د پولیو د پېښو د ډېروالي بل لامل د واکسین له کمپاینه د پنځو ولسوالیو پاتې کېدل دي.

نصرت زیاته کړه، شاولیکوټ، خاکرېز، غورک، میانشین او معروف هغه ولسوالۍ دي چې د بېلابېلو ستونزو له امله په کې د پولیو واکسین نه ترسره کېږي.

دی وايي، په یادو ولسوالیو کې وسله وال طالبان د پولیو واکسین پر وړاندې خنډونه جوړوي.

هغه زیاته کړه، وسله وال طالبان غوښتنه کوي چې په دغو ولسوالیو کې دې د پولیو واکسین جومات په جومات ترسره شي خو د دوی پالیسي دا ده چې د واکسین کمپاین باید کور په کور ترسره شي.

د ده په خبره، په ډېرو سیمو کې چې ان کور په کور د واکسیناسیون پروګرام پلی کېږي نو هم ماشومان له واکسین څخه پاتې کېږي، که جومات په جومات ترسره شي نو ډېر شمېر ماشومان به له واکسینه بې برخې شي.

دغه راز یو شمېر سرچینې دا هم وايي چې په یو شمېر ولسوالیو کې وسله والو مخالفینو ځکه د پولیو پر واکسین بندیز لګولی چې د دوی په وینا، له دولت سره تړلي کسان په کې د واکسيناتورانو په توګه ګومارل شوي او له سیمو د دوی په اړه معلومات ټولوي.

نوموړي له دولتي چارواکو، وسله والو مخالفینو او خلکو غواړي چې په ګډه لاس سره ورکړي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسول شي او ژوند یې له خطر څخه وژغورل شي.

هغه ځيې نورې ستونرې هم دغلته د پولیو د پېښو د ډېرېدو د لاملونو په توګه یادې کړې.

ده وویل، د افغانستان او پاکستان تر منځ پراخ تګ راتګ هم یو لامل دی چې د پولیو ویروس له یوه ځایه بل ته ولېږدي.

نوموړي د دې تر څنګ بله ستونزه د جګړو له امله د بېځایه شوو کډوالو یاده کړه چې په کندهار کې مېشت شوي او کمزورې شخصي او محیطي حفظ الصحه یې د دغه ویروس خپرېدو ته زمینه برابره کړې ده.

دغه راز هغه یادونه وکړه چې لا هم په ټولنه کې د خلکو ترمنځ ناسم باورونه، غلطې مفکورې او اوازې د دې لامل شوې چې ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړي.

هغه د ولایت په کچه د روغتیايي مرکزونو کمښت هم یوه ستونزه ګڼي او وايي په دې برخه کې باید په جدیت کار وشي.

په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ ۱۴ پیښې ثبت شوي وې چې ۷ یې یوازې په کندهار کې وې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement