کندهار (پژواک، ۲۵ زمری ۹۷): په کندهار ښار کې د یوې چاودنې له امله څلور پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
پېښه تېره شپه شاوخوا دوولس بجې د کندهار ښار د ۱۱مې حوزې اړوند په دویمه عینو مېنه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، پولیسو په دې ساحه کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر کشف کړی و چې د شنډولو پر مهال یې چاودنه وکړه.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې دوه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
خو یوې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل چې چاودنه د ۱۱مې امنیتي حوزې پر مرستیال نیازمحمد چې په دې ساحه کې له نورو پولیسو سره پر تلاشۍ بوخت و، شوې ده.
دغه سرچینه وايي چې په دې پېښه کې څلور پولیس وژل شوي او د نیازمحمد په ګډون درې پولیس ټپيان دي.
د دې پېښې مسوولیت تر دې مهاله چا پر غاړه نه دی اخیستی.
په کندهار کې په دې وروستیو کې د وسله والو بریدونه او د ماین چاودنې ډېرې شوې چې ډېری مهال د امنیتي ځواکونو تر څنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله په کې اړوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن