ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فلسطين د فوټبال ملي لوبډله د يوې دوستانه سيالۍ لپاره کابل ته راغله

author avatar
17 Aug 2018 - 15:39
author avatar
17 Aug 2018 - 15:39

کابل(پژواک، ۲۶ زمرى ۹۷): د فلسطين د فوټبال ملي لوبډله نن سهار کابل ته راورسېده او ټاکل شوې چې د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره يوه دوستانه لوبه وکړي .

د فوټبال د ملي فدراسيون له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه راغلي چې ټاکل شوې راتلوونکې يکشنبه (د زمري ٢٨مه) په کابل کې د افغانستان او فلسطين لوبډلو ترمنځ لوبه وشي .

دسرچينې د معلوماتو په اساس، ټاکل شوې دغه لوبه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو په مناسبت د کابل په شنه ميدان کې تر سره شي .

د فلسطين د ملي لوبډلې مدير بهرامي رسنيو ته ويلي :(( زه ډېر خوښ يم چې په لومړي ځل له افغانستان څخه ليدنه کوم . زه د افغانستان له خلکو او فدراسيون څخه يې مننه کوم چې دغه فرصت يې برابر کړى او دواړو لوبدلو ته د بريا هيله لرم .))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.