ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د غزني د توطيې عمق دې وڅېړل شي

author avatar
17 Aug 2018 - 17:23
author avatar
17 Aug 2018 - 17:23

غزني (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٧): ولسمشر غني، غزني ته د سفر پرمهال د غزني "د توطيې د عمق د څېړنې" او امنيتي حوزو پر زياتوالي د ټينګار ترڅنګ وويل چې د غزني د بيارغونې لپاره به ٢٠ميليونه ډالر ځانګړي شي.     

 همدارنګه ولسمشر غني، پر ياد ولايت په بريد کې د پاکستان د رول په اړه خبرې وکړې او يوځل بيا يې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتووالى وښود.  

 وسله والو طالبانو تېره جمعه شپه پر غزني ښار بريد وکړ او ددغه ښار ځينې برخې يې ونيولې، خو له پنځه ورځني سخت جنګ وروسته وسله والو طالبانو دغه ښار پرېښود.

 په دغه جنګ کې ښکېلو لوريو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ يو شمېر ملکي وکړو ته هم مرګ ژوبله واوښته او ډېر مالي زيان يې هم رامنځته کړى دى.

ولسمشر غني نن سهار د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ دغه ولايت ته سفر وکړ.

د جمهوري رياست د وياند دفتر د معلوماتو په اساس،ولسمشر نن سهار ددغه ولايت په امنيتي غونډه کې ګډون وکړ .

 سرچينه وايي، په دغه غونډه کې چې لوى درستيز جنرال محمد شريف يفتلي، د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک ، د کورنيو چارو وزارت مرستيال اخترمحمد ابراهيمي،د ٢٠٣تندر قول اردو قوماندان جنرال دادان لونګ، او د غزني امنيه قوماندان فريد مشعل ګډون درلود، لوى درستيز د امنيتي وضعيت او د نجات په نوم د تصفيوي عملياتو په اړه ولسمشر ته معلومات وړاندې کړل .

 يفتلي وويل چې په غزني کې تصفيوي عمليات دوام لري، او په سمه بڼه مديريت کيږي. هغه زياته کړه چې غزني ښار عادي حالت ته ګرځېدلى او د غزني ښار په بېلابېلو برخو کې امنيتي کمربندونه رامنځته شوي دي.

 ولسمشر غني ددغه ګزارش له اورېدو وروسته د وژل شويو امنيتي ځواکونو روح ته دعا وکړه او د هغوى قربانۍ يې يادې کړې او ويې ويل، چا چې د غزني په جنګ کې مېړانه کړې هغه به تقدير شي.

 ولسمشر غني د امنيتي ځواکونو تر منځ په ډېره همغمږۍ ټينګار وکړ ويې ويل:"د غزني د توطيې عمق دې د ملي امنيت له خوا وڅېړل شي او د ضعف ټکي دې په ګوته شي. "

هغه زياته کړه چې په غزني ښار کې ٦٠٠٠ امنيتي ځواکونو شتون درلود، او دى د غزني د جګړې عوامل څېړي.

 ولسمشر په غزني کې د طالبانو په ليکو کې د پاکستانيانو د وژل کېدو راپورونو ته په اشارې او عمران خان ته په خطاب کې وويل:"جنازې درته ورسېدې، عمران خانه پښتون يې، دا وڅېړه او ما ته ځواب راکړه."  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.