کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٧): د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د غزني ولايت د امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه دغه ولايت ته ورسېد.
د ولسمشر د وياند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني به د دغه سفر په ترڅ کې د قران پاک د ختم او د غزني د شهيدانو روح ته د فاتحې په مراسمو کې د ګډون تر څنګ د دغه ولايت له ملکي او پوځي چارواکو او خلکو سره جلا جلا کتنې ولري.
وسله والو طالبانو د تېرې جمعې په شپه (د زمري ١٩مه) د غزني پر ښار له څو لوريو پراخ بريدونه وکړل او د دغه ښار ځينې سيمې يې ونيوې.
طالبان له پنځو ورځو جګړو وروسته له دغه ښار څخه ووتل.
په دغه جګړه کې د ډېرو مالي زيانونو تر څنګ، د ښکېلو غاړو کسانو او ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله واوښته .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن