د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د طالبانود قطردفتر پلاوي له اندونیزیا سره پر سولې او دبهرنیانو پر وتلو خبرې کړې

د طالبانود قطردفتر پلاوي له اندونیزیا سره پر سولې او دبهرنیانو پر وتلو خبرې کړې

Aug 17, 2018 - 19:24

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۹۷) : دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر یو پلاوی اندونیزیا ته سفر کړی او ددغه هیواد له مشرانو سره یې پر افغان سولې او د بهرنیوځواکونو پر وتلو خبرې کړې دي.

د طالبانو د یوه ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا د زمري په ۲۶مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پلاوی د زمري له ۲۰ مې څخه تر ۲۴مې پورې داندونیزیا پلازمینې جکارتا ته تللی و.

سرچینې زیاته کړې، چې د قطر ددفتر د مشر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ دغه پلاوي داندونزیا مرستیال ولسمشر محمد یوسف کالا،  د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مارسودي او د افغانستان لپاره د انډونیزیا د ولسمشر له خاص استازي حامد اول الدین سره ولیدل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنو کتنوکې  د طالبانو پلاوي په افغانستان کې د سولې پر راتلو او له هیواده د بهرنیو ځواکونو پر وتلوخبرې وکړې.

طالبانو ویلي، چې دغه راز پلاوي له اندونیزیا سره پر دوه اړخیزو اړیکو هم د نظر تبادله کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې دوه اونۍ مخکې د طالبانو دقطر دفتر پلاوي ازبکستان سره هم سفر کړی او ددغه هیواد له مشرانو سره یې پر سولې اونورو موضوعاتو خبرې کړې وې.

د افغانستان دسولې عالي شورا ویلي وو، چې دوی له دې سفر څخه په جریان کې و او ددې یې هرکلی کړی و.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement