ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه په بالابلوک کې وسله والو طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فراه په بالابلوک کې وسله والو طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
17 Aug 2018 - 12:29
د فراه په بالابلوک کې وسله والو طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
17 Aug 2018 - 12:29

فراه(پژواک، ۲۶ زمرى۹۷): د فراه امنيه قومانداني په بالابلوک ولسوالۍ کې د لسګونو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي، خو د سيمې خلک وايي چې په دغو عملياتو کې د طالبانو ترڅنګ ١٦ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

 د فراه امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شېرزاد وايي:(( له دوه ورځو راهيسې د بالابلوک په تودنک،شيوان، سجوى او سفرک سيمو عمليات دوام لري چې تراوسه ٦٥وسله وال طالبان وژل شوي او له ٣٠- ٤٠پورې نور ټپيان دي.))

 د هغه په خبره، په دې عملياتو کې له لسو ډېر موټر، لسګونه موټرسايکلونه او د وسله والو څو قرارګاوې له منځه وړل شوي او دغه ولسوالۍ د وسله والو له شتونه پاکه شوې ده .

 خو د سيمې يو اوسېدونکى وايي چې په دغو عملياتو کې له ٢٠ډېر وسله وال وژل شوي او يوشمېر نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سيمې اوسېدونکي وايي چې په دغو عملياتو کې يو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې .

د تودنک سيمې يوتن اوسېدونکي عبدالهادي پژواک ته وويل: (( جنګ په شدت سره جريان لري، د عامو خلکو کورونه ډېر ويجاړ شوي چې تراوسه له ١٦ډېر عام وګړي وژل شوي دي.))

هغه وويل چې په دغو عمليات کې طالبانو او امنيتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر ورته نه دى معلوم .

ده وويل، هغه امنيتي ځواکونه چې يادو سيمو ته راغلي و ، تېره ورځ مازيګر مهال بېرته تللي دي.

د شيوان سيمې يوتن اوسېدونکي سراج احمد وويل چې په دغو عملياتو کې د دوى د سيمې ١٢ملکي وګړي وژل شوي دي. 

د فراه امنيه قوماندان امنيتي سرتېرو او ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتل او د خلکو د کورونو ويجاړېدل ردوي.

خو په سيمه کې طالبان وايي چې په دغو عملياتو کې ددوى يو وسله وال او له لسو ډېر ملکي وګړي وژل شوي او د خلکو لسګونه کورونه ويجاړ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.