د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: د غزني د توطيې عمق دې وڅېړل شي

ولسمشر غني: د غزني د توطيې عمق دې وڅېړل شي

Aug 17, 2018 - 17:23

غزني (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٧): ولسمشر غني، غزني ته د سفر پرمهال د غزني "د توطيې د عمق د څېړنې" او امنيتي حوزو پر زياتوالي د ټينګار ترڅنګ وويل چې د غزني د بيارغونې لپاره به ٢٠ميليونه ډالر ځانګړي شي.     

 همدارنګه ولسمشر غني، پر ياد ولايت په بريد کې د پاکستان د رول په اړه خبرې وکړې او يوځل بيا يې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتووالى وښود.  

 وسله والو طالبانو تېره جمعه شپه پر غزني ښار بريد وکړ او ددغه ښار ځينې برخې يې ونيولې، خو له پنځه ورځني سخت جنګ وروسته وسله والو طالبانو دغه ښار پرېښود.

 په دغه جنګ کې ښکېلو لوريو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ يو شمېر ملکي وکړو ته هم مرګ ژوبله واوښته او ډېر مالي زيان يې هم رامنځته کړى دى.

ولسمشر غني نن سهار د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ دغه ولايت ته سفر وکړ.

د جمهوري رياست د وياند دفتر د معلوماتو په اساس،ولسمشر نن سهار ددغه ولايت په امنيتي غونډه کې ګډون وکړ .

 سرچينه وايي، په دغه غونډه کې چې لوى درستيز جنرال محمد شريف يفتلي، د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک ، د کورنيو چارو وزارت مرستيال اخترمحمد ابراهيمي،د ٢٠٣تندر قول اردو قوماندان جنرال دادان لونګ، او د غزني امنيه قوماندان فريد مشعل ګډون درلود، لوى درستيز د امنيتي وضعيت او د نجات په نوم د تصفيوي عملياتو په اړه ولسمشر ته معلومات وړاندې کړل .

 يفتلي وويل چې په غزني کې تصفيوي عمليات دوام لري، او په سمه بڼه مديريت کيږي. هغه زياته کړه چې غزني ښار عادي حالت ته ګرځېدلى او د غزني ښار په بېلابېلو برخو کې امنيتي کمربندونه رامنځته شوي دي.

 ولسمشر غني ددغه ګزارش له اورېدو وروسته د وژل شويو امنيتي ځواکونو روح ته دعا وکړه او د هغوى قربانۍ يې يادې کړې او ويې ويل، چا چې د غزني په جنګ کې مېړانه کړې هغه به تقدير شي.

 ولسمشر غني د امنيتي ځواکونو تر منځ په ډېره همغمږۍ ټينګار وکړ ويې ويل:"د غزني د توطيې عمق دې د ملي امنيت له خوا وڅېړل شي او د ضعف ټکي دې په ګوته شي. "

هغه زياته کړه چې په غزني ښار کې ٦٠٠٠ امنيتي ځواکونو شتون درلود، او دى د غزني د جګړې عوامل څېړي.

 ولسمشر په غزني کې د طالبانو په ليکو کې د پاکستانيانو د وژل کېدو راپورونو ته په اشارې او عمران خان ته په خطاب کې وويل:"جنازې درته ورسېدې، عمران خانه پښتون يې، دا وڅېړه او ما ته ځواب راکړه."  

عمران خان د تحريک انصاف ګوند مشر دى. دغه ګوند د پاکستان پارلماني ټاکنې ګټلي او عمران خان يې د لومړي وزير په توګه پيشنهاد کړى دى.

ولسمشر غني وايي، پاکستانيانو په داسې حال کې پر غزني بريد کړى، چې دوى خپل راکټونه د غزنوي په نوم نومولي دي او که غزنى يې نيولى واى، نو د اولياوو ښار به يې نيولى و.    

محمد اشرف غني يو ځل بيا وويل چې د طالبانو لپاره د خبرو لار پرانېستې ده.

 هغه زياته کړه:"طالبه! که هر چېرته غواړې د سولې لپاره خبرو ته درسره کېنم، په مدينه منوره کې، په مکه معظمه کې، کابل او يا هر بل ولايت کې. "

 دغه راز سرچينه ليکي چې ولسمشر په دغه سفر کې د ولايت په اداري غونډه کې هم ګډون وکړ.  

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه غونډه کې د غزني والي وحيدالله کليمزي د غزني د ښار د وضعيت په اړه معلومات وړاندې کړل ويې ويل چې د اوبو رسولو سيسټم، برېښنا او مخابرات فعال شوي، خو په غزني کې ډېر نور کار ته هم اړتيا ده.

ولسمشر غني د غزني په جګړې کې د وژل شويو دولتي ځواکونو او ملکي خلکو روح دعا وکړه، ويې ويل چې غزني کې د اداري ودانيو او نورو برخو د بيا رغونې لپاره به شل ميليون امريکايي ډالره ځانګړي شي.

 هغه وايي:"د غزني تاريخي زيانمن شوي ځايونه به ژر ورغول شي، د غزني بالاحصار به چې تاريخي قدامت لري، هم ورغول شي، او د شهيدانو کورنيو او ټپيان سره به هم ځانګړې مرستې وشي."

 دغه راز هغه د پرېکنده ماموريت له مرستې مننه وکړه، ويې ويل چې ٧٥٠٠ ټنه غنم برابر شوي تر څو غزني کې پر کورنيو ووېشل شي.

 غني، له هغو ډاکټرانو او قابلو مننه وکړه چې د خلکو تر خوا پاتې و، او ويې ويل چې غزني ته به د ښځو يو پلاوى سفر وکړي تر څو د ښځو او قابلو ستونزې وڅېړي. 

 د ده په وينا، د دغه ولايت روغتون د يوې دولتي تصدۍ له خوا رغول کېږي، تر څو د غزني خلک د درملنې لپاره نورو ولايتونو ته تګ ته اړ نه شي.

 ولسمشر د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو د تقدير تر څنګ، وويل:" د ټول دولت په استازيتوب د غزني له خلکو مننه کوم او د دغه ولايت د خلکو اوچت مقام ته د تعظيم سر ټيټوم"

هغه په خپلو خبرو کې دا هم وويل:"خاينان قوم نه لري، وينې تويوونکي دي او بايد مجازات شي."

 ده د محلي ارګانونو ادارې ته هدايت وکړ چې د غزني ولايت لپاره د لومړۍ درجې ولايت ټول امکانات برابر کړي.  

 ولسمشر دغه راز وويل چې غزني ته به يو بل پلاوى هم ولاړ شي تر څو په دغه ولايت کې د برېښنا، اوبو، مخاربراتو، کرنې، ښځو چارو او امنيت په برخو کې ټولې ستونزې او اړتياوې وڅېړي.

دى وايي چې له تصفيې وروسته به د غزني پر ولسواليو تمرکز وشي او د دغه ولايت هېڅ ولسوالي هم بايد د سرپرست له خوا اداره نه شي.  

 د ولسمشرۍ ماڼې د وياند دفتر ليکي چې ولسمشر غني په دغه سفر کې، د غزني ښار له بېلابېلو برخو ليدنه وکړه او د خلکو ستونزې يې واورېدې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement