ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

باجوه: د سولې په اړه له افغان ولسمشر سره پر کړو ژمنو ولاړ يم

باجوه: د سولې په اړه له افغان ولسمشر سره پر کړو ژمنو ولاړ يم

author avatar
18 Aug 2018 - 13:59
باجوه: د سولې په اړه له افغان ولسمشر سره پر کړو ژمنو ولاړ يم
author avatar
18 Aug 2018 - 13:59

 

کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٧): د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه د غزني په جګړه کې د پاکستانيانو وژل ردوي خو زياتوي چې په افغانستان کې يو شمېر پاکستاني کارګر شته چې د ترهګرۍ قربانۍ کېږي.

شاوخوا لس ورځې مخکې د جمعې په شپه وسله والو طالبانو پر غزني ښار ډله ييز بريدونه وکړل او د ښار يو شمېر سيمې يې ونيولې، خو تر پنځه ورځې جګړې وروسته هغوى له ښاره و ايستل شول.

افغان او امريکايي امنيتي چارواکو ويلي چې په دې جګړه کې د لسګونو سرتېرو او ملکيانو تر څنګ سلګونه پاکستاني وسله وال هم وژل شوي دي.

په ټولنيزو شبکو کې د پاکستانيانو له خوا داسې عکسونه او خبرونه خپاره شوي چې د غزني په جګړه کې د وژل شوو پاکستانيو مړي د دغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

ولسمشر اشرف غني چې پرون يې غزني ته سفر کړى و، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه مخاطب کړ او ويې ويل: ((تا خو له موږ سره ليک لاسلیک کړ، زنګونه دې وهل چې د پاکستان تر ټاکنو وروسته هر څه به سم شي، اوس در څخه جواب غواړم، پاکستاني وسله وال غزني ته له کومه راغلل، د کوېټې په روغتونونو کې د غزني د جګړې د ټپیانو درملنه کېږي.))

ولسمشر د پاکستان له نوي لومړي وزیر عمران خان څخه وغوښتل چې د غزني د برید قضیه وڅېړي او بیا دې ورته ځواب ووایي.

بلخوا د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په افغانستان کې پر وروستي تاوتريخوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه زياته کړې چې په افغانستان کې له جنګېدونکو وسله والو سره د پاکستان له خاورې هېڅ ډول مرسته نه کېږي.

باجوه د غزني له جګړې د پاکستاني ټپيانو او مړو د لېږدولو خبرونه رد کړي، خو زياته کړې یې ده چې په افغانستان کې ګڼ شمېر پاکستانيان بېلابېل کارونه کوي چې بيا د ترهګرۍ قرباني شوي دي.

د نوموړي په وينا، د پاکستان تحريک طالبان ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې پټ مرکزونه لري، هغوى هم چې ټپي کېږي نو بيا د درملنې لپاره پاکستان ته وړل کېږي.

د پاکستان د پوځ مشر ويلي چې د سولې لپاره يې چې له افغان ولسمشر سره کومې ژمنې کړې، پر هغو کلک ولاړ دى او په افغان سوله کې به خپل رول ته ادامه ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.