کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٧): د افغانستان د سولې عالي شورا او د علماوو سراسري شورا مشرتابه او غړو له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې د اوربند او سولې په اړه خپل وړاندیزونه مطرح کړل.
له ارګه د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه غونډه چې نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شوه، په پیل کې د سولې عالي شورا ريیس استاد محمد کریم خلیلي د غزني او د هېواد نورو وروستیو دردناکو پېښو مړو ته د فردوس جنت دعا وکړه او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ووایه.
هغه زیاته کړه، څو چې جنګ وي، نو موږ به د دغسې دردناکو پېښو شاهدان یو؛ سوله ملي اړتیا او د ولس غوښتنه ده، نو د سولې مذاکرات باید په بریالیتوب ترسره شي.
خلیلي وویل، ډېرى هېوادوال د سولې پر بهیر باورمند شوي او د حکومت تېر اوربند یې د سولې فضا برابرولو لپاره لوی ګام وباله.
نوموړي د لوی اختر په را رسېدو سره یو ځل بیا د اوربند وړاندیز وکړ او له طالبانو یې هم وغوښتل چې د اوربند د هرکلي او ملاتړ تر څنګ اوربند هم اعلان کړي.
د افغانستان د علماوو د سراسري شورا ريیس مولوي قیام الدین کشاف وویل، د هېواد درې زره جیدو دیني علماوو په افغانستان کې روان جنګ حرام او د اسلامي هېوادونو علماوو او مفتیانو دغه جګړه فتنه وبلله.
نوموړي له دې امله د حکومت او ولسمشر قدرداني وکړه چې د علماوو د فتوا په درناوي یې تېر ځل اوربند اعلان کړ او د یادې فتوا د نورو وړاندیزونو د تعقیب لپاره یې د علماوو ۲۴ کسیزه کمېټه جوړه کړه.
د علماو د سراسري شورا ريیس وویل، دغه ۲۴ کسیزه کمېټه وړاندیز کوي چې جمهور ريیس په لوی اختر کې هم اوربند اعلان کړي او په دې برخه کې د تېر په څېر شهامت وکړي، څو روانه جګړه او فاجعه پای ته ورسېږي. نوموړي له طالبانو هم وغوښتل چې نور له انسان وژنې او د هېواد له بربادۍ لاس واخلي او د جنګ پر ځای د سولې لاره اختیار کړي.
د سولې عالي شورا غړې استاد شفیقې حبیبي له ولسمشره وغوښتل چې سوله د خپل ولس لپاره پر حقیقت بدله کړي او همدارنګه یې په راتلونکي لوی اختر کې له وسله والو طالبانو سره د اوربند د اعلان غوښتنه وکړه.
ولسمشر محمد اشرف غني د دوی له وړاندیزونو په مننې وویل، د اوربند د اعلان په اړه مشورتي ناستې جریان لري چې د دغو سلا مشورو او وړاندیزونو په رڼا کې به د ملي یووالي حکومت خپل دریځ اعلان کړي.
هغه زیاته کړه: ((سوله الهي امر او زموږ د ولس اساسي غوښتنه ده او ټول مسلمانان په ځانګړي ډول د افغانستان مجاهد ولس تل د الهي اوامرو پیرو دی.))
ولسمشر د افغانستان د علمای کرامو متفقې فتوا او له بېلابېلو اقشارو سره مشورتي ناستو ته په اشارې وویل، د سولې په اړه ملي اجماع موجوده ده. هغه زیاته کړه، د اوربند په اړه ستاسو ټولو وړاندیزونو ته درناوی لرم، خو اوربند باید دوه اړخیز او موخه یې سوله وي. دا د منلو وړ نه ده چې د هېواد په یوه سیمه کې اوربند او په بله کې جنګ وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن