ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لښکرګاه کې طالبانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښکرګاه کې طالبانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
18 Aug 2018 - 15:10
لښکرګاه کې طالبانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
18 Aug 2018 - 15:10

لښکرګاه (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٧): د هلمند امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند سيمو کې د عملياتو په پايله کې ١٦ وسله وال طالبان او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرزاق يعقوبي د زمري په ٢٧مه په مرکز لښکرګاه کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د مرکز لښکرګاه او نادعلي ولسوالۍ ځينې سيمې بېرته له طالبانو نيول شوې دي.

ده وويل چې د يادو عملياتو په ترڅ کې د لښکرګاه ښار د بشران او باجي په تصفيه شوو سيمو کې به پوستې جوړې شي او د نادعلي د چاه انجير سوېلي سيمې هم د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دي.

قوماندان وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ١٦ وسله وال طالبان او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او شپږ طالبان او دوه امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

د يعقوبي په وينا، د پرسونل په برخه کې ستونزې نه لري خو د وسلو او تجهيزاتو د ستونزو د حل په موخه يې پلانونه جوړ کړي دي.

قوماندان د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((طالبان هم کرار نه دي ناست، خپلې هڅې کوي، خو امنيتي ارګانونه له وړاندې چمتووالى لري چې له دې سره به هغوى ته هېڅ په لاس ور نه شي.))

نوموړي دا هم وويل چې په دغه ولايت کې د پوليسو د بايومټريک پروسه پيل کړې چې په ترڅ کې یې تر اوسه ٢٦ غير حاضر سرتېري د پوليسو له ليکو ايستل شوي دي.

خو بل لور ته د سيمې اوسېدونکي بيا دغو عملياتو ته د شک په سترګه ګوري.

د چاه انجير سيمې اوسېدونکي محمد نور پژواک ته وويل چې له ډېر وخت راهیسې په دې سيمه کې عمليات روان دي خو ښکاره لاسته راوړنه نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.