ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښارکې د بورې بیه لوړه شوې ده

په کابل ښارکې د بورې بیه لوړه شوې ده

author avatar
18 Aug 2018 - 18:43
په کابل ښارکې د بورې بیه لوړه شوې ده
author avatar
18 Aug 2018 - 18:43

کابل (پژواک، ۲۷زمری ۹۷): په کابل ښارکې د تېرې شنبې ورځې په نسبت د بورې بیه لوړه شوې او د ډېرو نورو لومړنیوتوکو بیې له بدلون پرته پرخپل ځای پاتې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو د ټولنې مشر فضل الرحمن، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله، د یوې  ۴۹کیلوګرامه پاکستانۍ بورې د پلورعمده بیه ۱۶۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده په داسې حال کې چې تېره شنبې ورځ ۱۶۰۰افغانۍ وه.

خو د نوموړي په وینا، نن د تېرې شنبې په نسبت، د عمده بیو له مخې یوه بورۍ پنځوس کیلویي قزاقي اوړه په ۱۲۰۰ افغانیو، ۲۴کیلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سیله وريجې په ۲۰۰۰ افغانیو او ۱۶کیلوګرامه خورشیدغوړي په ۱۰۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

همدارارد کابل ښار په منډوي کې چای پلورونکي نوراحمدخیرخواه وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر،یوګیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۲۸۰افغانیواویک کیلوګرام افریقايي تورچای په ۳۰۰ افغانیوخرڅېږي.

د ځینو توکوپرچون بیې، په ځینو مواردو کې له عمده بیو سره زیات او په ځینې مواردو کې بیا کم توپیر لري.

 دکابل ښار د دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو پلورونکي احمدولي پنجشیري وویل چې نن ۲۴ کیلوګرامه یوه بورۍ پاکستانۍ لومړۍ درجه سیله وریجې په ۲۴۰۰افغانۍ، پنځوس کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۳۰۰افغانیو، ۴۹کیلوګرامه پاکستانۍ میده دانه بوره په ۱۷۵۰ افغانیو، ۱۶لیتره خورشید غوړي په ۱۱۳۰ افغانیو، یو کیلو اندونیزیايي شین چای په ۳۰۰ افغانیو او یوکیلو افریقایي تورچای په ۳۵۰ افغانیو پلوري.

 د کابل ښار د وزیراباد د تېلوټانک کارکوونکي عبدالهادي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر، یولېتر ډېزل په ۴۵ افغانیو اویو لېترپټرول په ۵۵ افغانیو پلوري.

همداراز د کابل ښار تایمني څلورم سړک سیمه کې ګازپلورونکي احمدجاوېد وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر یو لېترمایع ګاز په ۶۰ افغانۍ پلوري.

 دکابل په تیمورشاهي واټ کې زرګرحاجي فواداحمد وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر، ۷۵۰عیاره یوګرام عربي سره زرپه ۲۳۰۰ افغانیو او ۵۸۵عیاره یوګرام روسي سره زرپه ۱۷۵۰ افغانیو پلوري.

د کابل ښار د شهزاده سرای د صداقت صرافي خاوند حاجي میرحسین صداقت دمعلوماتو له مخې،نن یوامریکايي ډالر په ۷۲،۷ افغانیو او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۹۶ افغانیو تبادله کېږي.

د زمري په ۱۳مه، یوامریکايي ډالر په  ۷۲،۵۵ افغانۍ او زرپاکستانۍ کلدارې په ۵۹۶ افغانیو تبادله کېدې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.