ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډېری خلک د اوربند غوښتونکي او سولې ته هیله من دي

ډېری خلک د اوربند غوښتونکي او سولې ته هیله من دي

author avatar
18 Aug 2018 - 15:35
ډېری خلک د اوربند غوښتونکي او سولې ته هیله من دي
author avatar
18 Aug 2018 - 15:35

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۹۷): د یوې تازه سروې پایلې ښيي چې له هرو لسو کسانو نهه یې د اوربند غوښتونکي دي او اته نور د دې تر څنګ چې د سولې ټینګښت ته هیله من دي، د حکومت له لوري د سولې ټینګښت پر ژمنې باور لري او په دې تړاو ترسره شوي اقدامات مهم ګڼي.

دغه سروې د اروپايي اتحادیې په مالي مرسته د افغانستان د ښځو شبکې او صلاح کنسرسیوم له خوا د روان کال د چنګاښ او زمري میاشتو کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۴۷۲۵ کسانو سره د مرکو له لارې شوې ده.

د دې سروې پایلې نن کابل کې د یوې غونډې پرمهال اعلان شوې.

د سروې موندنې ښيي چې په ټوله کې ۸۲ سلنه خلک (۴۶٪ ډېر او ۳۶٪ کم) په هېواد کې د سولې پر ټینګښت باور لري او په دې برخه کې د ښځو سلنه د نرانو په پرتله درې سلنه کمه ده.

په سروې کې راغلي چې په سلو کې له ۸۴ سلنه ډېر خلک (۶۰٪ ډېر او ۲۴٪ کم)  د سولې په اړه د مهمو او تاریخي پېښو اغېزې (په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو اعلامیه، په هېواد کې د جګړې او دولت او طالبانو تر منځ د اختر په ورځو کې د وروستي اوربند په اړه د علماوو فتوا) مهمې بللې دي.

دغه راز له ۷۵ سلنه ډېر خلک(۳۹٪ ډېر او ۳۶٪ کم)  د سولې په اړه د حکومت او ولسمشر پر ژمنو باور لري

 د سروې د پایلو له مخې په سلو کې ۴۸ سلنه خلک د سولې په اړه د ناټو او نړیوالې ټولنې پر ژمنو باور لري؛ په داسې حال کې چې ۵۲ سلنه خلک بیا باور نه لري.

دغه پایلې څرګندوي چې د مرکه شوو نیمايي یې باور لري چې طالبان سوله کوي خو نیمايي نور په دې برخه کې پر طالبانو باور نه لري.

د پایلو له مخې، ۶۹ سلنه پوښتل شوو بهرني ترهګر او داعش، ۴۱ سلنه پوښتل شوو د بهرنیو ځواکونو شتون، ۳۸ سلنه، د زورواکو شتون، خپلسرې ملېشې او د ځمکې مافیا، ۳۷ سلنه، په ولایتونو کې د حکومتولۍ او ادارې کمزورتیا، ۳۴ سلنه پوښتل شوو د نشه يي توکو او کانونو مافیا شتون، ۳۳ سلنه معلومات ورکوونکو فساد او اداري فساد  او ۳۱ سلنه ځواب ورکوونکو د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د سولې پر وړاندې لومړي درجه خنډونه په ګوته کړي دي.

دغه راز ۷۶ پوښتل شوو د هېواد او اسلامي نړۍ علماوو ملاتړ او اجماع سولې ته د رسېدو لپاره یو لوی فرصت بولي.

د یادونې ده چې یاد مورد ۶۹ سلنه ښځو او ۸۲ سلنه نارینه وو د سولې لپاره لومړی فرصت بللی دی.

په یادو پایلو کې په ترتیب، د سولې په اړه د حکومت او ولسمشر ژمنه (۶۳٪) اوربند (۶۲٪) په افغانستان کې له سولې د اسلامي نړۍ ملاتړ (۵۲٪) په افغانستان کې د سولې په اړه د سیمې هېوادونو اجماع (۴۵٪) د نړیوالې ټولنې ژمنه او د امریکا متحده ایالتونو ملاتړ (۳۹٪ او ۳۸٪) د پوښتل شوو له خوا په هېواد کې د سولې راتلو لپاره د عمده فرصتونو په لړ کې راغلي دي.

– د دې سروې ۹۳ سلنه پوښتل شوو  د دایمي اوربند چې له لوی اختره دې پیل شي، غوښتنه کړې ده، د هېواد په ټولو زونونو کې مطلق اکثریت خلکو (له ۹۰ سلنه ډېر) د افغانستان له دولت او طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د لوی اختر په ورځو کې د احتمالي اوربند په اړه خبره کړې ده، خو وسله والو طالبانو په اختریز پیغام کې چې نن خپور شو، د اختر په ورځو کې د اوربند په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، افغان حکومت د روان کال په کوچني اختر کې لومړی پنځه ورځې اوربند اعلان کړ او بیا یې لسو ورځو ته وغځاوه؛ خو طالبانو یوازې د اختر په درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړ او د اختر درېیمې ورځې په ماښام یې د امنیتي ځواکونو پر سنګرونو بریدونه پیل کړل چې تر اوسه هم په شدت روان دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.