ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې اووه سیمه ییز پولیس وژل شوي

بغلان کې اووه سیمه ییز پولیس وژل شوي

author avatar
18 Aug 2018 - 11:00
بغلان کې اووه سیمه ییز پولیس وژل شوي
author avatar
18 Aug 2018 - 11:00

پلخمري (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٧): د بغلان په مرکز پلخمري کې د وسله والو طالبانو په بريد کې اووه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

بغلان د امنیې قوماندانۍ د ویاند مرستیال جاوېد بشارت د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د پلخمري اړوند د سرخ کوتل په سيمه کې پر سيمه ييزو پوليسو بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي خو نور چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بل لور ته د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر محمدحليم غفاري پژواک ته وويل چې له يادې پېښې اووه مړي او دوه ټپيان  روغتون ته ور وړل شوي دي.

غفاري وویل: ((ټپیان چې ځايي ملکي وګړي دي، ټپونه یې سر سري دي او روغتیايي حالت یې هم ډاډمن دی خو جسدونه د نظامیانو دي چې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، يوه اوونۍ مخکې هم په دې سيمه کې طالبانو د ملي اردو پر ګزمې بريد کړى و چې په ترڅ کې یې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.