د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې د خپلواکۍ ورځې نمانځلو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی

بلخ کې د خپلواکۍ ورځې نمانځلو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی

Aug 18, 2018 - 16:51

مزارشريف (پژواک، ۲۷ زمری ۹۷): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د خپلواکۍ جشن لپاره په بشپړ ډول چمتووالی نيول شوی دی.

دغه ښار پر واټونو، کوڅو، او څلورلارو کې مزار ښاريان په افتخاري توګه د افغانستان درې رنګه بيرغ او د امان الله خان تصويرونه لګوي او خلکو ته په دغه جشن کې د ګډون بلنه ورکوي.

دوي وايي چې سږ کال د مزارشريف اوسېدونکي د استقلال د بېرته ګټلو دغه جشن نمانځلو ته ډېر لېوال دي او د پخوا کلونو په پرتله به ياد جشن پر شاندارو مراسمو ونمانځي.

بل لور ته د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولين هم وايي چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو د ۹۹ کاليزې نمانځلو لپاره چمتووالی لري چې په بېلابېلو پروګرامونو لکه اتڼ، موسيقي، شعرونو او.. به ونمانځل شي.

 د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس صالح محمد خليق پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بلخ ولايت مقام د خپلواکۍ جشن د ښه نمانځلو په موخه په تيارو بوخت دی.

نوموړی وايي چې په دغه جشن کې به هنري او فرهنګي پروګرامونه لکه د شعر جشن واره، موسيقي، اتڼ او د غازي امان الله خان په تړاو د تياتر ننداره وړاندې کېږي چې څه ډول يې د ګران هېواد ازادي ترلاسه کړه.

خليق وويل چې د دولت تر څنګ په ولسي کچه هم د ياد جشن نمانځلو لپاره پوره چمتووالی نيول شوی دی.

له دې سره سم د بلخ ادبي خوځښت مشر ذبيح الله احساس وايي چې دغه خوځښت سږ کال هم د جشن نمانځلو لپاره پوره تياری نيولی او زياتوي چې د تېر کال په پرتله به څو برابره ښه ترسره شي.

نوموړی وايي چې جشن ته يې سر له اوسه چمتووالی نيولی او د ښار په بېلابېلو واټونو کې د ملي بيرغونو د لګېدو تر څنګ خلکو ته په جشن کې د ګډون بلنه ورکول کېږي.

د مزارشريف ښار مدني فعال غلام رسول ملکزی هم وايي چې د خپلواکۍ ورځې په پار ملي بيرغونه ځړول شوي او ورسره تر څنګ یې پر موټرو د امان الله خان تصويرونه لګول شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې د تېر کال په پرتله د جشن په تړاو د خلکو خوښي څو چنده ده او دليل يې هم په مزار شريف ښار کې د نسبي امنيت شتون دی.

هغه زياته کړه چې د جشن نمانځلو ته ډېر خوشاله دی.

نوموړی له امنيتي چارواکو غواړي چې په دې ورځ ځانګړي امنيتي تدابير ونيسي څو خلک وکولای شي په ښه توګه ياد جشن ونمانځي.

دی وايي چې په ښار کې د ملي جنډو لګېدو ښار ښکلی کړی دی.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک ته وويل چې د جشن لپاره يې امنيتي پلان ترتيب کړی او په دې برخه کې دې بلخيان هېڅ ډول تشويش نه کوي.

نوموړی له خلکو هم غواړي چې جشن د امنيت برخه کې له پوليسو سره همکاري وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement