د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سولې عالي شورا او د علماوو شورا د اوربند وړاندیز وکړ

د سولې عالي شورا او د علماوو شورا د اوربند وړاندیز وکړ

Aug 18, 2018 - 16:47

کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٧): د افغانستان د سولې عالي شورا او د علماوو سراسري شورا مشرتابه او غړو له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې د اوربند او سولې په اړه خپل وړاندیزونه مطرح کړل.

له ارګه د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،  دغه غونډه چې نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شوه، په پیل کې د سولې عالي شورا ريیس استاد محمد کریم خلیلي د غزني او د هېواد نورو وروستیو دردناکو پېښو مړو ته د فردوس جنت دعا وکړه او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ووایه.

هغه زیاته کړه، څو چې جنګ وي، نو موږ به د دغسې دردناکو پېښو شاهدان یو؛ سوله ملي اړتیا او د ولس غوښتنه ده، نو د سولې مذاکرات باید په بریالیتوب ترسره شي.

خلیلي وویل، ډېرى هېوادوال د سولې پر بهیر باورمند شوي او د حکومت تېر اوربند یې د سولې فضا برابرولو لپاره لوی ګام وباله.

نوموړي د لوی اختر په را رسېدو سره یو ځل بیا د اوربند وړاندیز وکړ او له طالبانو یې هم وغوښتل چې د اوربند د هرکلي او ملاتړ تر څنګ اوربند هم اعلان کړي.

د افغانستان د علماوو د سراسري شورا ريیس مولوي قیام الدین کشاف وویل، د هېواد درې زره جیدو دیني علماوو په افغانستان کې روان جنګ حرام او د اسلامي هېوادونو علماوو او مفتیانو دغه جګړه فتنه وبلله.

نوموړي له دې امله د حکومت او ولسمشر قدرداني وکړه چې د علماوو د فتوا په درناوي یې تېر ځل اوربند اعلان کړ او د یادې فتوا د نورو وړاندیزونو د تعقیب لپاره یې د علماوو ۲۴ کسیزه کمېټه جوړه کړه.

د علماو د سراسري شورا ريیس وویل، دغه ۲۴ کسیزه کمېټه وړاندیز کوي چې جمهور ريیس په لوی اختر کې هم اوربند اعلان کړي او په دې برخه کې د تېر په څېر شهامت وکړي، څو روانه جګړه او فاجعه پای ته ورسېږي. نوموړي له طالبانو هم وغوښتل چې نور له انسان وژنې او د هېواد له بربادۍ لاس واخلي او د جنګ پر ځای د سولې لاره اختیار کړي.

د سولې عالي شورا غړې استاد شفیقې حبیبي له ولسمشره وغوښتل چې سوله د خپل ولس لپاره پر حقیقت بدله کړي او همدارنګه یې په راتلونکي لوی اختر کې له وسله والو طالبانو سره د اوربند د اعلان غوښتنه وکړه.

ولسمشر محمد اشرف غني د دوی له وړاندیزونو په مننې وویل،  د اوربند د اعلان په اړه مشورتي ناستې جریان لري چې د دغو سلا مشورو او وړاندیزونو په رڼا کې به د ملي یووالي حکومت خپل دریځ اعلان کړي.

هغه زیاته کړه: ((سوله الهي امر او زموږ د ولس اساسي غوښتنه ده او ټول مسلمانان په ځانګړي ډول د افغانستان مجاهد ولس تل د الهي اوامرو پیرو دی.))

ولسمشر د افغانستان د علمای کرامو متفقې فتوا او له بېلابېلو اقشارو سره مشورتي ناستو ته په اشارې وویل، د سولې په اړه ملي اجماع موجوده ده. هغه زیاته کړه، د اوربند په اړه ستاسو ټولو وړاندیزونو ته درناوی لرم، خو اوربند باید دوه اړخیز او موخه یې سوله وي. دا د منلو وړ نه ده چې د هېواد په یوه سیمه کې اوربند او په بله کې جنګ وي.

ولسمشر غني د سولې مالکیت، ملي یووالی، ځمکنۍ بشپړتیا، د اساسي قانون مطابق چلند، د معلوماتو د همغږۍ د مرکز ایجاد، د رسنیو او ټولنیزو شبکو پراخ پوښښ او په ټولو کچو د مشارکت رامنځته کول په مشورتي ناستو کې د بېلابېلو اقشارو د وړاندیزونو په توګه یاد کړل.

هغه څرګنده کړه، د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې به د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه لومړۍ درجه احضارات ولري، څو د دښمنانو د تهدیدونو مخه ونیسي. هغه په ټینګار سره وویل، د امریکا په ګډون له ټولو بین المللي شریکانو سره د سولې د بین الافغاني مذاکراتو په اړه همغږي موجوده ده او دوی په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د دې غونډې په پای کې د سولې عالي شورا ريیس استاد محمد کریم خلیلي، د افغانستان د علماوو د سراسري شورا ريیس مولوي قیام الدین کشاف او د سولې عالي شورا غړې استاد شفیقې حبیبي د رسنیو په حضور کې وویل، د اوربند په اړه یې خپل وړاندیزونه له ولسمشر غني سره شریک کړل او له افغان وسله والو طالبانو څخه یې هم وغوښتل چې اوربند اعلان او د جنګ پرځای د سولې لاره غوره کړي.

دوی د افغانستان د حکومت او افغان وسله والو طالبانو تر منځ د کوچني اختر اوربند ته په اشارې وویل، موږ پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ کوو چې د افغان ولس د غوښتنې پر اساس په خپلو کې دوه اړخیز اوربند وکړي، څو زموږ مسلمان ولس د سولې او امن فضا کې د اختر خوښۍ ونمانځي او د دایمي سولې لپاره فضا برابره ش

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement