ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ په لواړه سیمه کې جګړې خلک اندېښمن کړي

د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ په لواړه سیمه کې جګړې خلک اندېښمن کړي

author avatar
18 Aug 2018 - 14:43
د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ په لواړه سیمه کې جګړې خلک اندېښمن کړي
author avatar
18 Aug 2018 - 14:43

ګردېز (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٧): له تېرو شاوخوا اووه ورځو راهيسې د پکتیا د څمکنيو ولسوالۍ په لواړي سيمه کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده چې له امله يې د دې سيمې خلک سخت اندېښمن دي.

د څمکنیو او جاني خېلو ولسواليو ترمنځ سيمه لواړه د جګړې کرښه ده چې له امله يې لسګونه کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې او د حکيمزي او سليمانخېلو  کليو ډېرو خلکو د جګړې له امله خپل کورونه پرېيښي دي.

د سليمانخېلو کلي مشر محمدګل د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله وال طالبان د سيمې د خلکو په کورونو بريدونه کوي او له دوی د تسليمۍ غوښتنه کوي.

نوموړی وايي: ((پر موږ له هرې خوا مشکل دی، که د حکومت له خوا مرمۍ راځي هم پر موږ لګېږي، ځکه موږ په منځ کې يو. هغه خوا خو ناست دې ته دي چې کله به دا دوه کلي له منځه وړو، راته وايي چې تسليم شه، نو زه څنګه تسليم شم، نو خپله خاوره مې ده.))

د دې سيمې يو بل اوسېدونکی سعادت خان وايي چې وسله والو مخالفينو د جانيخېلو او څمکنيو تر منځ په لويه لاره کې ماينونه ځای پر ځای کړي او د تګ، راتګ لاره يې تړلې ده.

هغه پژواک ته وويل چې د سليمانخېلو کلي خلک د خپلې سيمې د ساتنې لپاره وسله را اخيستې او له امنيتي ځواکونو سره يو ځای د خپل کلي ساتنه کوي.

دی وايي: ((د سليمانخېلو له دې قرارګاه ور اخوا دې چې څومره نظر لګېږي، نور ټوله منطقه د دښمن په لاس کې ده او په کورونو کې دښمن ننوتی دی، کله چې موقع پيدا کړي، له کورونو راوځي او پر موږ حملې کوي.))

نقيب تبسم هم د حکيمزي سيمې اوسېدونکی دی، نوموړی وايي چې د جګړې له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

تبسم په امنيتي ارګانونو هم نيوکه کوي چې په وخت يې د ستونزې د مخنيوي لپاره اقدام نه دی کړی.

ده وويل: ((طالبان راځي له کورونو په امنيتي پوستو بريدونه کوي، عامو خلکو ته تلفات اوړي او دوی همدا غواړي چې عامو خلکو ته تلفات واوړي. دوی له دې سيمې او خلکو سره ضديت لري.))

خو د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزی سيمې ته له تازه دمه ځواکونو سره رسېدلی او وايي چې نن (شنبه) سهار وختي يې په سيمه کې تعرضي عمليات پيل کړي او مخالفين يې پر شا تمبولي دي.

مندوزي په سيمه کې د پژواک خبريال ته وويل چې په جګړه کې تر اوسه د بهرنيو جنګياليو په ګډون زيات شمېر وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.