ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: د طالبانو د قطر دفتر پلاوى د مسکو غونډه کې ګډون کوي

سرچينه: د طالبانو د قطر دفتر پلاوى د مسکو غونډه کې ګډون کوي

author avatar
18 Aug 2018 - 14:03
سرچينه: د طالبانو د قطر دفتر پلاوى د مسکو غونډه کې ګډون کوي
author avatar
18 Aug 2018 - 14:03

کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٧): يوه باوري سرچينه وايي چې د افغانستان په اړه د مسکو په کېدونکې غونډه کې د طالبانو د قطر دفتر پلاوى هم ګډون کوي.

ټاکل شوې ده چې د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د افغانستان د سولې او امنيت په اړه غونډه د روان زېږديز کال د سپټمبر په ٤مه جوړه شي.

يوې ډيپلوماتيکې سرچينې د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې غونډه کې د افغانستان، روسيې، چين، پاکستان، ايران، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغيزستان او تاجکستان استازي ګډون کوي.

سرچينې زياته کړه چې په دې ناسته کې به د افغان شخړې د هواري پر لارو چارو خبرې او بحثونه وشي.

د يادونې ده، تېره مياشت د جولاى په ١٦مه د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف په ياده غونډه کې طالبانو ته د ګډون رسمي بلنه ورکړې وه.

 يادې ډيپلوماتيکي سرچينې وويل چې طالبانو د روسيې بلنه منلې ده او ټاکل شوې ده چې د طالبانو د قطر دفتر د مشر محمدعباس ستانکزي په مشرۍ پلاوى د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.

د يادونې ده، د تېرو دوو اوونيو پر مهال د طالبانو دغه پلاوي ازبکستان او اندونيزيا ته هم سفرونه کړي دي.

پژواک د مسکو په غونډه کې د ګډون په اړه د طالبانو له وياند ذبيح الله مجاهد سره اړيکه نيولې، خو هغه تر اوسه په دې اړه ځواب نه دى ورکړى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.