ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو يو ځل بيا له امريکا سره پر مستقیمو خبرو ټينګار وکړ

طالبانو يو ځل بيا له امريکا سره پر مستقیمو خبرو ټينګار وکړ

author avatar
18 Aug 2018 - 16:18
طالبانو يو ځل بيا له امريکا سره پر مستقیمو خبرو ټينګار وکړ
author avatar
18 Aug 2018 - 16:18

کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٧): د وسله والو طالبانو مشر په خپل اختريز پيغام کې يو ځل بيا له امريکا سره د نېغ په نېغه خبرو اترو ټينګار کړى، خو د اوربند په اړه يې څه نه دي ويلي.

په پنځو ژبو او اتو مخونو کې د طالبانو مشر ملا هبت الله دغه اختريز پيغام د دوى د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د زمري په ٢٧مه استول شوى دى.

ملا هبت الله په خپل اختریز پيغام کې د افغان حکومت او د بهرنيو ځواکونو پر ضد د خپلې وسله والې مبارزې د دوام خبره کړې ده.

هغه د سولې په اړه ويلي چې سوله او امن را وستل د دوى له سترو اهدافو دي، خو د بهرنيو ځواکونو په شتون کې سوله نه شي راتلای.

ده زياته کړې: ((زموږ ولس د اسلامي نظام د حاکمیت او د هېواد د ازادۍ لپاره خورا درنې قربانۍ ورکړې چې په هېڅ قیمت هم پر دغو سترو اهدافو له چا سره معامله ممکنه نه ده او نه يې هم باید څوک تمه ولري.))

په دغه پيغام کې د طالبانو مشر يو ځل بيا امريکا د تفاهم او تعقل منطق ته را بللى او هغه لارې چارې یې ور په ګوته کړې چې هغه د دې اوږدې جګړې پاى ته رسېدل تضمینوي او یواځېنۍ لاره له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل دي.

د طالبانو مشر افغان حکومت پر فساد او بې کفايتۍ تورن کړى او ادعا يې کړې ده چې خپل باور يې له لاسه ورکړى دى.

هغه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په صورت کې د امریکا په ګډون هر چا ته د بې نظمۍ د مخنیوي او د امنیت د تأمین ډاډ ورکړى دی.

ملا هبت الله ويلي: ((دا چې په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا زېږنده ده، نو موږ د هغې ختمولو لپاره له امریکایي لوري سره د مخامخ خبرو په ترسره کولو ټینګار لرلی او لرو یې.))

خو نوموړي زياته کړې، امریکایانو د دې جګړې له مسوولیت منلو څخه د تېښتې په غرض د رغنده مذاکراتو پر ځای داسې لارې چارې وړاندې کړې چې نه یې منطقي معقولیت لرلی او نه یې هم عملي شونتیا، بلکې خپله هماغه لارې چارې د امریکایانو لپاره د جګړې اوږدېدو، تاواني کېدو او ناکامه کېدو لامل شوي.

د طالبانو مشر په دغه پيغام کې د افغانستان د سولې په اړه د اندونيزيا، کابل، اسلامي کنفرانس او د جدې د علماوو کنفرانسونو مخالفت کړى او هغه يې د امريکا د پلان برخه ګڼلي دي.

هغه د سعودي، قطر او متحده عربي اماراتو له حکومتونو غوښتي چې د امريکا د دې جګړې برخه ونه ګرځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.