د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لښکرګاه کې طالبانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښکرګاه کې طالبانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

Aug 18, 2018 - 15:10

لښکرګاه (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٧): د هلمند امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند سيمو کې د عملياتو په پايله کې ١٦ وسله وال طالبان او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرزاق يعقوبي د زمري په ٢٧مه په مرکز لښکرګاه کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د مرکز لښکرګاه او نادعلي ولسوالۍ ځينې سيمې بېرته له طالبانو نيول شوې دي.

ده وويل چې د يادو عملياتو په ترڅ کې د لښکرګاه ښار د بشران او باجي په تصفيه شوو سيمو کې به پوستې جوړې شي او د نادعلي د چاه انجير سوېلي سيمې هم د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دي.

قوماندان وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ١٦ وسله وال طالبان او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او شپږ طالبان او دوه امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

د يعقوبي په وينا، د پرسونل په برخه کې ستونزې نه لري خو د وسلو او تجهيزاتو د ستونزو د حل په موخه يې پلانونه جوړ کړي دي.

قوماندان د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((طالبان هم کرار نه دي ناست، خپلې هڅې کوي، خو امنيتي ارګانونه له وړاندې چمتووالى لري چې له دې سره به هغوى ته هېڅ په لاس ور نه شي.))

نوموړي دا هم وويل چې په دغه ولايت کې د پوليسو د بايومټريک پروسه پيل کړې چې په ترڅ کې یې تر اوسه ٢٦ غير حاضر سرتېري د پوليسو له ليکو ايستل شوي دي.

خو بل لور ته د سيمې اوسېدونکي بيا دغو عملياتو ته د شک په سترګه ګوري.

د چاه انجير سيمې اوسېدونکي محمد نور پژواک ته وويل چې له ډېر وخت راهیسې په دې سيمه کې عمليات روان دي خو ښکاره لاسته راوړنه نه لري.

هغه وايي: ((د دې عملياتو له امله ډېر خلک کډه شوي، د سيمې دوکانونه تړل شوي، خلک په مشکل کې دي، خو د عملياتو ښکاره نتيجه تر اوسه نه ده ليدل شوې، يا دې عمليات ختم کړي او يا دې هم سم عمليات شروع کړي.))

په همدې اړه د هلمند ولايتي شورا رييس عطاالله افغان پژواک ته وويل که څه هم اوسني عمليات ښه پر مخ تللي خو امنيتي ارګانونه دومره پرسونل نه لري چې د نيول شوو سيمو د ساتنې لپاره پوستې جوړې کړي او خلکو ته ډاډمن امنيت رامنځته کړي.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو لسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د پاتې نورو ولسواليو يواځې مرکزونه او ځينې سيمې له حکومت سره دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement