کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۹۷): د یوې تازه سروې پایلې ښيي چې له هرو لسو کسانو نهه یې د اوربند غوښتونکي دي او اته نور د دې تر څنګ چې د سولې ټینګښت ته هیله من دي، د حکومت له لوري د سولې ټینګښت پر ژمنې باور لري او په دې تړاو ترسره شوي اقدامات مهم ګڼي.
دغه سروې د اروپايي اتحادیې په مالي مرسته د افغانستان د ښځو شبکې او صلاح کنسرسیوم له خوا د روان کال د چنګاښ او زمري میاشتو کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۴۷۲۵ کسانو سره د مرکو له لارې شوې ده.
د دې سروې پایلې نن کابل کې د یوې غونډې پرمهال اعلان شوې.
د سروې موندنې ښيي چې په ټوله کې ۸۲ سلنه خلک (۴۶٪ ډېر او ۳۶٪ کم) په هېواد کې د سولې پر ټینګښت باور لري او په دې برخه کې د ښځو سلنه د نرانو په پرتله درې سلنه کمه ده.
په سروې کې راغلي چې په سلو کې له ۸۴ سلنه ډېر خلک (۶۰٪ ډېر او ۲۴٪ کم) د سولې په اړه د مهمو او تاریخي پېښو اغېزې (په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو اعلامیه، په هېواد کې د جګړې او دولت او طالبانو تر منځ د اختر په ورځو کې د وروستي اوربند په اړه د علماوو فتوا) مهمې بللې دي.
دغه راز له ۷۵ سلنه ډېر خلک(۳۹٪ ډېر او ۳۶٪ کم) د سولې په اړه د حکومت او ولسمشر پر ژمنو باور لري
دغه پایلې څرګندوي چې د مرکه شوو نیمايي یې باور لري چې طالبان سوله کوي خو نیمايي نور په دې برخه کې پر طالبانو باور نه لري.
دغه راز ۷۶ پوښتل شوو د هېواد او اسلامي نړۍ علماوو ملاتړ او اجماع سولې ته د رسېدو لپاره یو لوی فرصت بولي.
د یادونې ده چې یاد مورد ۶۹ سلنه ښځو او ۸۲ سلنه نارینه وو د سولې لپاره لومړی فرصت بللی دی.
په یادو پایلو کې په ترتیب، د سولې په اړه د حکومت او ولسمشر ژمنه (۶۳٪) اوربند (۶۲٪) په افغانستان کې له سولې د اسلامي نړۍ ملاتړ (۵۲٪) په افغانستان کې د سولې په اړه د سیمې هېوادونو اجماع (۴۵٪) د نړیوالې ټولنې ژمنه او د امریکا متحده ایالتونو ملاتړ (۳۹٪ او ۳۸٪) د پوښتل شوو له خوا په هېواد کې د سولې راتلو لپاره د عمده فرصتونو په لړ کې راغلي دي.
– د دې سروې ۹۳ سلنه پوښتل شوو د دایمي اوربند چې له لوی اختره دې پیل شي، غوښتنه کړې ده، د هېواد په ټولو زونونو کې مطلق اکثریت خلکو (له ۹۰ سلنه ډېر) د افغانستان له دولت او طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د لوی اختر په ورځو کې د احتمالي اوربند په اړه خبره کړې ده، خو وسله والو طالبانو په اختریز پیغام کې چې نن خپور شو، د اختر په ورځو کې د اوربند په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، افغان حکومت د روان کال په کوچني اختر کې لومړی پنځه ورځې اوربند اعلان کړ او بیا یې لسو ورځو ته وغځاوه؛ خو طالبانو یوازې د اختر په درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړ او د اختر درېیمې ورځې په ماښام یې د امنیتي ځواکونو پر سنګرونو بریدونه پیل کړل چې تر اوسه هم په شدت روان دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن