چاریکار (پژواک، ۲۷ اسد ۹۷): ځینې سرچینې وايي چې د پروان سیدخېل ولسوالۍ لپاره د طالبانو له لوري نومول شوی ولسوال له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سیدخېل ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي جمشید له خپل یو ملګري سره تېره شپه د پروان د شینواري ولسوالۍ په دهن شیوای سیمه کې وژل شوی دی.
د هغه په وینا، په دې نښته کې دولتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
د یادې سيمې اوسېدونکي طلامحمد وویل چې وسله والو طالبانو پر امنیتي ځواکونو یرغلیز برید وکړچې نږدې درې ساعته یې دوام درلود.
هغه هم وویل چې د طالبانو له لوري نومول شوی ولسوال په دې نښته کې وژل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، په دې جګړه کې دوه نور طالبان هم وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن