ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر: افغانستان پخوا د لویو امپراطوریو او اوس له نړیوالې ترهګرۍ سره لاس اوګریوان دی

اتمر: افغانستان پخوا د لویو امپراطوریو او اوس له نړیوالې ترهګرۍ سره لاس اوګریوان دی

author avatar
19 Aug 2018 - 15:55
اتمر: افغانستان پخوا د لویو امپراطوریو او اوس له نړیوالې ترهګرۍ سره لاس اوګریوان دی
author avatar
19 Aug 2018 - 15:55

کابل (پژواک، ۲۸زمری ۹۷) : د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر وایي، چې افغانستان پخوا د لویو امپراطوریو مداخلو او توطیو سره لاس او ګریوان و او هغوی سره په وسله واله مبارزه کې تل بریالی راوتلی دی، خو نن بیا له نړیوال تروریزم او شیطاني لښکرو سره مخ دی.

د ملي امنیت سلاکار دغه څرګندونې د لوی اختر په مناسبت پخپل پیغام کې کړې دي.

هغه زیاته کړې : ((د هېواد د خپلواکۍ بیا ګټل زموږ د آزادي خوښو وګړو د اوږدو مبارزو نتیجه ده چې د بریتانوي امپراطورۍ او استعمار په مقابل کې د اول او دویم مشروطه غوښتونکي غورځنګ، د سیاسي او فکري نخبه ګانو او د ځوان اصلاح غوښتونکي پاچا شاه امان الله خان غازي له هڅو او مبارزو پرته یې ترلاسه کول ممکن نه و. ))

اتمر ویلي، د همدغو مبارزانو د هڅو او فکر له برکته  قهرمانې اردو د ولس په پراخ ملاتړ او قربانیو د خپلواکۍ بیرغ پورته او خلکو ته یې د آزادۍ، ترقۍ او پرمختګ نوې لار پرانیسته. سره له دې چې افغانستان د خپلواکۍ د بیا ګټلو وروسته هیڅکله د پردیو دښمنانو څخه په امن کې نه و، خو ولس تل د خپلو نیکونو د ګټلې خپلواکۍ ساتنه او پالنه د خپلو سرونو په ښندلو او وینو کړې ده.

د ملي امنیت سلاکار زیاته کړې، که افغانستان تر دې مخکې د لویو امپراطوریو او د بېلابېلو بهرنیو مداخلو او توطیو سره لاس او ګریوان و او هغوی سره په وسله واله مبارزه کې تل بریالی راوتلی دی، خو نن بیا له نړیوال تروریزم او شیطاني لښکرو سره مخ دی.

ده زیاته کړې : (( دغه ترهګر زموږ پر ماشومانو، زړو، ښځو او او بي دفاع وګړو هیڅ راز رحم نه کوي، تعلیمي موسساتو، جوماتونو او ښوونځیو ته اور اچوي، داسې دښمن چې عام المنفعه موسسات مو نړوي او دیني علما، ځوان او زوړ او هره هغه څوک چې د هېواد د اقتصادي او سیاسي خپلواکۍ د ساتلو هڅه کوي په بي رحمۍ شهیدانوي. ))

د هغه په وینا، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د افغانستان د خپلواکۍ او ملي حاکمیت له دښمنانو او ترهګرو سره په ډېر اقتدار او قوت چلند کړی دی او اجازه یې نه ده ورکړې چې د پرمختګ او ترقۍ په لور د افغانانو د حرکت مخه ډب کړي.

د ملي امنیت سلاکار وایي : ((زموږ باور دا دی، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په مشرۍ د ترهګرۍ ضد جګړه دا مهال د سیمې او نړۍ د ملتونو د خوندیتوب لپاره هماغومره مهمه ده، څومره چې د افغان ملت او افغانستان د دفاع لپاره اړینه ده. ))

حنیف اتمر زیاته کړې ، ددوی په باور د دې جګړې د ګټلو او ترهګرۍ د ځپلو لپاره د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان له خلکو او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دوامدارې همکارۍ ته اړتیا ده او تر دې مهاله د افغانستان دولت په دې توانیدلی دی چې ترهګرۍ سره په مبارزه کې د نړیوالو همکاري جلب او ترګرو سره په کلکه مبارزه وکړي.

هغه ویلی،  دا خپلواکي هغه وخت ښه ساتلی او پاللی شي، چې د یو عظیم ملت په توګه په اګاهانه ډول یووالی وساتل شي او د هېواد د ابادۍ او اقتصادي خودکفايئ په لور ګامونه واخلي او د ژوند په ټولو چارو کې خپله ملي اراده جوته او قدر یې وکړو.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.