کابل (پژواک، ٢٨ زمرى٩٧): د هېواد د خپلواکۍ ٩٩يمه کليزه د ولسمشر محمد اشرف غنى لخوا په ملي دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي کې د ګلانو ګېډۍ په کېښودو سره ونمانځل شوه.
د خپلواکۍ د نمانځلو په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت تشريفاتي ګارډ د هېواد ملي سرود وغږوه.
په دې مراسمو کې کابينې غړو او يو شمير نورو دولتي چارواکيو برخه اخيستې وه.
افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ وروسته له ډېرو سرښندنو د ١٢٩٨ کال د زمري په ٢٨ مه له انګريزانو د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه.
په تېرو کلونو کې دا ورځ په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېده، خووروسته له هغه چې په ١٣٨٧ کال کې د مجاهدينو د بري ورځې (ثور اتمه) د نمانځلو پر مراسمو وسلوال بريد وشو، حکومت د خپلواکۍ ورځ په لنډ ډول نمانځي.
په ننيو مراسمو کې د آزادۍ څلي شاوخوا د غازي امان الله خان، د ولسمشر محمد اشرف غني، د پخواني ولسمشر حامد کرزي، احمدشاه بابا، محمد ظاهرشاه، ميرويس نېکه، استاد برهان الدين رباني، احمدشاه مسعود او د هېواد د ځېنو ورو شخصيتونو تصويرونه لګېدلي وو.
دا ورځ د کابل په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم نمانځل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن