د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اروزګان کې له يو غير مسوول وسله وال څخه وسلې بيرته واخيستل شوې

اروزګان کې له يو غير مسوول وسله وال څخه وسلې بيرته واخيستل شوې

Aug 19, 2018 - 17:03

ترینکوټ(پژواک ۲۸ زمری،۹۷):  د اروزګان امنیتې چارواکي وایې چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې يې له غير مسوول وسله وال قوماندان څخه ٢٥ ميله وسلې يو هاموې ټانګ او دوه رنجرې ترلاسه کړي دي.

د اروزګان امنیه قوماندان سمونوال محمد معروف احمدزی د زمري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه وسلې يې پرون له قوماندان تورجان څخه ترلاسه کړي دي.

ده وويل چې په دې وسلو کې يوه قبضه راکټ، دوه ميله پيکا، ١٢ ميله کلاشينکوفونه، يو نارجک او اته ميله تمانچو ترڅنګ دوه رنجرې او يو هاموى ټانګ  هم شامل دي.

هغه وویل، دغه کس مخکنی د پولیسو قوماندان و، خو دا مهال یې دنده نه درلوده او له اړتيا پرته يې دغه وسلې له ځانه سره ګرځولې.

د اروزګان امنیه قوماندان وایې د غیر مسوولو وسله والو کسانو پر وړاندې یې مبارزه چټکه شوې او پلان لري چې نورو کسانو وسلې ټولې کړي.

 

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement